د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام ویلي دي، چې دا مهال د افغانستان شاوخوا ۷۴ سلنه وګړي، چې نږدې ۲۹ میلیونه کسان جوړېږي، د خپلو لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو توان نه‌ لري او هېواد له سختو بشري او اقتصادي ستونزو سره مخ دی.

 

د یاد پروګرام په وینا، افغانستان د فقر، وچکالۍ، پرله‌ پسې زلزلو او اقتصادي ستونزو له امله د نړۍ له هغو هېوادونو څخه دی چې د بې‌ ځایه کېدو له ستر بشري ناورین سره مخامخ دی.

 

د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، د تېرو څلورو لسیزو جګړو، د نږدې ۲.۷ میلیونه افغان کډوالو بېرته راستنېدو، د اقلیمي بدلونونو اغېزو، کمزوري اقتصاد او په ټولنیز او اقتصادي ژوند کې د ښځو د ونډې کمېدو د خلکو پر ژوند او د عامه خدمتونو پر وړاندې لا ډېر فشارونه زیات کړي دي.

 

د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام مشر، الکساندر ډي‌ کرو، چې د کډوالو د عالي کمېشنرۍ له استازي برهم صالح سره افغانستان ته تللی، ویلي دي چې افغانستان په یو وخت کې له څو بېلابېلو ناورینونو سره لاس او ګرېوان دی.

 

هغه ویلي، د دغه سفر موخه له بېرته راستنو شویو کډوالو، کوربه ټولنو، سیمه‌ ییزو چارواکو او د مرستو له شریکانو سره لیدنه او د خلکو د ځان‌ بساینې او دوامدارې بیارغونې لپاره د نړیوال ملاتړ څرګندول دي.

 

د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، یوازې په تېر یو کال کې زلزلو د زرګونو کورنیو کورونه او د عاید سرچیني له منځه وړې دي، او فقر لا هم د افغانستان د ډېرو خلکو د ژوند تر ټولو ستره ستونزه ګڼل کېږي.

 

الکساندر ډي‌ کرو ویلي دي، چې له هرو څلورو افغانانو درې تنه، یعنې شاوخوا ۲۹ میلیونه کسان، د خپلو لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو وس نه‌ لري.

 

ملګرو ملتونو ټینګار کړی دی چې له بې‌ ځایه شویو کسانو، بېرته راستنېدونکو کډوالو او کوربه ټولنو سره د مرستو لړۍ روانه ده، څو هغوي وکولی شي له راستنېدو وروسته د خپل ژوند د بېرته رغولو او اقتصادي ځان ‌بساینې فرصتونه ترلاسه کړي.

 

د ملګرو ملتونو دغه پلاوي د خپل سفر پر مهال د ننګرهار ولایت د جلال ‌اباد ښار او یو شمېر زلزله‌ ځپلې سیمي هم کتلي او د مرستو د روانو پروګرامونو ارزونه یې کړې ده.