د ملګرو ملتونو لوړپوړو چارواکو خبرداری ورکړی دی چې نړیواله ټولنه باید درک کړي چې د افغانستان په اړه بې‌ غوري به یوازې دغه هېواد نه، بلکې ټوله نړۍ اغېزمنه کړي.

 

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنر او د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام مشر ،د جولایۍ په ۷مه، له اسوشیټېډ پرېس سره په خبرو کې ویلي دي چې د تېرو کلونو تجربې ښيي، د افغانستان له پامه غورځول نړیوالو ته زیان رسوي.

 

دوي له لوېدیځو هېوادونو غوښتي دي چې له طالبانو سره خپل تعامل پراخ کړي او ټینګار یې کړی چې که افغانستان له پامه وغورځول شي، نو دغه هېواد به یو ځل بیا د بې‌ ثباتۍ پر لور ولاړ شي او اغېزې به یې له سرحدونو واوړي.

 

چارواکو ویلي دي چې افغانستان دا مهال له څو هممهاله ستونزو سره مخ دی، چې پکې طبیعي پېښې، اقلیمي بدلون، د کډوالو پراخه بېرته ستنېدنه او اقتصادي بحران شامل دي.

 

د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، له ۲۰۲۳م کال راهیسي نږدې شپږ میلیونه افغانان له پاکستان او ایران څخه خپل هېواد ته ستانه شوي، او اټکل کېږي چې سږ کال به شاوخوا دوه میلیونه نور هم بېرته ستانه شي.

 

دوي ویلي دي چې د راستنېدونکو دا لویه څپه پر بې‌ وزلو ټولنو دروند فشار اچوي، په داسې حال کې چې نړیوالې مرستې په څرګند ډول کمې شوې دي.

 

د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام مشر ویلي دي چې سره له ګڼو ستونزو، په افغانستان کې د امنیت، د فساد پر وړاندې مبارزې او د نشي توکو په تولید کې ځیني پرمختګونه شوي دي.

 

د هغه په وینا، د تریاکو او هیروینو تولید نږدې ۹۵ سلنه راکم شوی، خو خبرداری یې ورکړی دی چې که بزګرانو ته بدیل معیشت برابر نه شي، نو د کوکنارو کر کېدی شي بېرته زیات شي.

 

چارواکو همداراز د ښځو او نجونو پر زده‌ کړو او کار محدودیتونو اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې دا موضوع یې له طالب چارواکو سره شریکه کړې ده. دوی ټینګار کړی چې رغنده تعامل او عملي اصلاحات د یوه ټولشموله نظام د رامنځته کېدو یوازینۍ لاره ده.

 

ملګرو ملتونو د نړیوالو مرستو د کمښت په اړه هم خبرداری ورکړی او ویلي یې دي چې یوازې په تېر یوه کال کې د بودجې د نشتوالي له امله ۴۲۲ روغتیايي مرکزونه تړل شوي، چې له درې میلیونه څخه زیات خلک یې له لومړنیو روغتیايي خدمتونو بې‌ برخې کړي دي.