د خیبر پښتونخوا د بنو ضلعې د میریان په سیمه کې پر پولیس تاڼه نن ،د جولایۍ په ۱۵مه، د بارودو ډک موټر په وسیله برید شوی، چې پکې ۱۵ پولیس او یو د ترهګرۍ ضد ادارې (سي ټي ډي) سرتیری ژوبل شوي او شاوخوا کورونو او دوکانونو ته هم زیان اوښتی دی.

 

د بنو د ضلعې د پولیسو مشر (ډي پي او) فرقان بلال ،شال نیوز ته ویلي دي، چې بریدګرو غوښتل د بارودو ډک موټر د میریان پولیس تاڼې ته ورسوي، خو پولیسو او امنیتي ځواکونو د هغوي هڅه شنډه کړه او موټر د تاڼې مخې ته وچاودېد.

 

د هغه په وینا، له چاودنې وروسته بریدګرو د تاڼې دننه د ننوتو هڅه هم وکړه، خو پولیسو او امنیتي ځواکونو یې مخه ونیوله. له دې وروسته د دواړو خواوو ترمنځ د څه مودې لپاره سخته ډزې روانې وې.

 

د تازه معلوماتو له مخې، په برید کې د پولیسو او سي ټي ډي ۱۵ سرتیري ژوبل شوي دي. په دوي کې مفتاح الدین، نصیب خان، ریحان الله، حبیب الحسن، امیر محمد، بخت بیدار، عزت الله، محبوب علي، شهاب، رازي محمد، جواد، نواب، لقمان بهادر او محمد ندیم شامل دي، چې زیاتره یې برسېرن ټپونه لري. د سي ټي ډي اهلکار اصف خان د سینې د ټپ له امله د لا ښه علاج لپاره پېښور ته لېږدول شوی دی.

 

 

د برید نه پس نږدې کورونو ته زیانونه اوښتي

 

 

ځايي سرچیني وایي، د زورورې چاودنې له امله د تاڼې ترڅنګ د یو شمېر کورونو دېوالونه او چتونه زیانمن شوي او نږدې دوکانونو ته هم مالي زیان اوښتی دی.

 

د برید له خبر سره سم، ډي پي او فرقان بلال د پولیسو له درنې نفرۍ سره د پېښې ځای ته ورسېد. امنیتي ځواکونو سیمه په خپله ولکه کې اخیستې او د لټون او چاڼ عملیات یې پېل کړي دي.

 

پولیس وایي، د برید په اړه پلټنې روانې دي. تر اوسه کومې وسله والې ډلې د دې برید مسؤولیت نه دی منلی.