له بدخشان څخه ځايي سرچيني وايي، چې د طالبانو مخالفو وسله ‌والو ځواکونو ،د جولایۍ د ۱۶مې او ۱۷مې، ترمنځ شپه د یفتل پايين ولسوالۍ پر مرکز برید کړی او دعوه کېږي چې هلته مېشت طالبان یې بې‌ وسلې کړي دي.

 

د سرچينو په وينا، بریدګرو له ولسوالۍ څخه وسلې، مهمات او نور پوځي تجهيزات هم له ځان سره وړي دي. سرچينې زياتوي، چې له دې پېښې وروسته د طالبانو چورلکو د یفتل پايين ولسوالۍ پر فضا ګزمې پېل کړې دي.

 

طالب چارواکو تر اوسه د دغو دعوو په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی او شال نیوز هم په خپلواکه توګه د دې دعوو پخلی نه شي کولی.

 

دا پېښه په داسې مهال شوې چې په وروستيو ورځو کې د طالبانو د دفاع وزير، د پوځ لوي درستيز او يو شمېر نورو لوړپوړو امنيتي چارواکو د امنيتي وضعيت د ارزونې لپاره بدخشان ته سفر کړی و.

 

تر اوسه څرګنده نه ده چې د ولسوالۍ پر مرکز بريد د طالبانو کومې مخالفې ډلې کړی دی. د ازادۍ جبهه او د ملي مقاومت جبهه هغه دوه وسله‌ وال خوځښتونه دي چې د بدخشان په ګډون د افغانستان په يو شمېر ولايتونو کې د طالبانو پر ضد د فعالیت دعوه کوي.

 

بدخشان په وروستيو کلونو کې د کوکنارو د کرکېلې، د سرو زرو او قيمتي ډبرو د کانونو د کنټرول او استخراج پر سر د شخړو او امنيتي پېښو له امله هم د پام وړ ولايت پاتې شوی دی.