پاړاچنار : په کرمه ضلعه کې د پاړاچنار - پېښور مرکزي سړک په ګډون د تګ راتګ ټولې لارې له تېرو درېیو ورځو راهیسې په بشپړه توګه بندې دي، چې له امله یې ځايي خلک، ناروغان، زده کوونکي او له هېواده بهر د سفر کوونکي له سختو ستونزو سره مخ شوي دي.
ټولنیز مشر شبیر ساجدي ،د اګست په ۱۱مه، ویلي دي، چې د پاړاچنار - پېښور مرکزي سړک له تېرو شاوخوا دوو کلونو راهیسې د تګ راتګ لپاره له سختو محدودیتونو سره مخ دی او خلک تر ډېره د لرې پرتو او سختو متبادلو لارو له لارې سفر کولو ته اړ وو.
د هغه په وینا، له تېرو درېیو ورځو راهیسې دغه متبادل لارې هم تړل شوې دي، چې ورسره د کرمې ضلعې د خلکو تګ راتګ په عملي توګه درېدلی دی.
شبیر ساجدي وايي، چې د لارو بندښت ناروغان، زده کوونکي، له هېواده بهر مېشت کسان او هغه خلک ډېر اغېزمن کړي دي چې د روزګار، علاج، تعلیم او نورو ضروري کارونو لپاره نورو ښارونو ته تګ راتګ کوي.
هغه له حکومت او ضلعي انتظامیې غوښتنه کړې ده چې د تګ راتګ ټولې لارې دې سمدستي پرانیستل شي او د مسافرو د خوندي سفر لپاره دې مؤثر او دایمي امنیتي انتظامات وشي.
بلخوا پولیس او ضلعي انتظامیه وايي، چې په وروستیو ورځو کې د ډزو تر یوې پېښې وروسته د امنیتي خدشو له امله د تګ راتګ لارې تړل شوې دي. چارواکي وايي، چې د لارو د بېرته پرانیستلو او په سیمه کې د تلپاتې امن د ټینګښت لپاره اقدامات روان دي، خو تر اوسه یې د لارو د پرانیستلو لپاره کومه ټاکلې نېټه نه ده اعلان کړې.
د لارو پرله پسې بندښت په کرمه ضلعه کې د خلکو ورځنی ژوند اغېزمن کړی او ځايي اوسېدونکي غوښتنه کوي چې حکومت دې د امنیت ترڅنګ د خلکو د ازاد او خوندي تګ راتګ د یقیني کولو لپاره هم بېړني اقدامات وکړي.


شال نیوز