اسلام اباد : د نړۍ لویې ټکنالوژۍ کمپنۍ ګوګل په پاکستان کې خپل لومړی دفتر پرانیستی او د دغه هېواد زده‌ کوونکو ته یې د یو کال لپاره د جېمنای د وړیا ګډون اعلان کړی دی.

د پاکستان دولتي راډیو وايي، وزیراعظم شهباز شریف ،د اګست په ۱۸مه، د ګوګل له مرستیال مشر ویلسن وایټ سره تر لیدنې وروسته په اسلام اباد کې د کمپنۍ دفتر پرانیست. په دې موقع په پاکستان کې د امریکا شارژدافیر نټالي اې بیکر هم موجوده وه.

شهباز شریف د ګوګل د پلاوي هرکلی وکړ او ویې ویل، چې پاکستان دا مهال د حکومتي چارو، اقتصاد او عامه خدمتونو په بېلابېلو برخو کې د ډیجیټلي بدلون له یوه مهم پړاو څخه تېرېږي او د ګوګل حضور به د ټکنالوژۍ او مصنوعي ځیرکتیا په برخه کې د هېواد له پرمختګ سره مرسته وکړي.

د ګوګل مرستیال مشر ویلسن وایټ په دې موقع اعلان وکړ چې کمپنۍ به د پاکستان ټولو وړ زده‌ کوونکو ته د یو کال لپاره د جېمنای وړیا ګډون برابروي.

ګوګل تر دې وړاندې هم په پاکستان کې د ۱۸ کلونو او تر هغه د زیات عمر پوهنتوني زده‌ کوونکو لپاره د «ګوګل ای ای پرو» یو کلن وړیا پلان وړاندې کړی و، چې د جېمنای پرمختللو اسانتیاوو، د څېړنې وسایلو او نورو مصنوعي ځیرکتیايي خدمتونو ته لاسرسی ورکوي.

د پاکستان حکومت وايي، چې د ګوګل د دفتر پرانیستل به له نړیوالو ټکنالوژۍ کمپنیو سره د پاکستان اړیکې پراخې کړي او د ځوانانو د ډیجیټلي مهارتونو، مصنوعي ځیرکتیا او ټکنالوژۍ په برخه کې د روزنې لپاره به نوې موقعې برابرې کړي.