د افغانستان د لغمان ولایت امنیه قوماندانۍ اعلان کړی دی چې د نشي توکو پر وړاندې د مبارزې ځواکونو د تېرو دوو اونیو په ترڅ کې د ولایت په مرکز مهترلام ښار او یو شمېر ولسوالیو کې د ترسره شویو کشفي او اوپراتیفي عملیاتو پر مهال ۱۰ کسان د نشي توکو د پېر، پلور او قاچاق په تور نیولي دي.

 

د امنیه قوماندانۍ د معلوماتو لمخې، د عملیاتو پر مهال له نیول شویو کسانو څخه ۸ کیلو او ۱۵۳ ګرامه چرس، ۴۸ ګرامه شیشه، ۱۹۴ عدده زیکپ او ۲۹ عدده ‘کی ټابلیټ’ ډوله ټابلیټونه ترلاسه او ضبط شوي دي.

 

چارواکو ویلي دي چې دغه عملیات د نشي توکو د شبکو او ناقانونه فعالیتونو د مخنیوي په موخه ترسره شوي دي او نیول شوي کسان د لا زیاتو څېړنو او قانوني اقدام لپاره عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارل شوي دي.

 

د لغمان امنیه قوماندانۍ ټینګار کړی دی چې د نشي توکو د قاچاق، پلور او نورو جرمي فعالیتونو پر وړاندې به خپلې مبارزې ته په جدي ډول دوام ورکړي، څو د عامه امنیت د ټینګښت او د ټولنې د خوندیتوب لپاره اغېزمن ګامونه پورته شي.

 

دا عملیات په داسې حال کې ترسره کېږي چې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د نشي توکو د تولید، قاچاق او پلور پر وړاندې د امنیتي ادارو هڅې روانې دي، او چارواکي وايي چې د دغو فعالیتونو مخنیوی د جرمونو د کمښت او ټولنیز ثبات لپاره مهم ګڼل کېږي.