د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې له تېرو نهو میاشتو راهیسي د بند پاتې پاکستاني ټرکونو د بېرته ستنېدو په ځنډ د خېبر ضلعې ټرانسپورټرانو خپل احتجاج سخت کړی او د جون په ۱۷مه یې د پاک ـ افغان لویه لاره د لنډي کوتل د تکیې په سیمه کې افغانستان ته د ستنېدونکو افغان کډوالو موټرو په وړاندې تړلې ده.

 

د ټرانسپورټرانو مشرانو تر دې وړاندې د جون په ۱۶مه د خېبر پرېس کلب کې د خبري غونډې پر مهال دړکه ورکړې وه چې که په افغانستان کې بند پاتې پاکستاني ټرکونو ته د بېرته راتګ اجازه ورنه کړل شي، نو دوي به د احتجاج په توګه د افغان کډوالو د تګ راتګ مخه ونیسي او لویه لاره به وتړي.

 

د ټرانسپورټرانو مشرانو ویلي وو چې تېره اوونۍ د پېښور کمېشنر ریاض محسود په مشرۍ د افغان قونسلګرۍ استازو او اړوندو چارواکو ترمنځ په جرګه کې پرېکړه شوې وه چې د جون له ۱۱مې نېټې څخه به په افغانستان کې بند پاتې پاکستاني ټرکونو ته د تورخم له لارې پاکستان ته د ستنېدو اجازه ورکول کېږي.

 

د دوي په وینا، له دې پرېکړې باوجود تر اوسه هېڅ یوه لارۍ ته د بېرته راتګ اجازه نه ده ورکړل شوې، چې له امله یې د ټرانسپورټرانو اندېښنې لا زیاتې شوې دي.

 

ټرانسپورټران ادعا کوي چې د خېبر ضلعې له ۶۰۰ څخه زیات ټرکونه له تېرو نهو میاشتو راهیسي په افغانستان کې درېدلي دي او د دې وضعیت له امله د ټرکونو مالکان او د هغوي کورنۍ له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

 

د احتجاج په موقع، ټرانسپورټرانو یو ځل بیا له افغان چارواکو وغوښتل چې په افغانستان کې بند پاتې پاکستاني ټرکونو ته زر تر زره د بېرته ستنېدو اجازه ورکړي، ګنې دوي به خپل احتجاج نور هم پراخ کړي.