صوابۍ : د خیبر پښتونخوا د صوابۍ ضلعې د هنډ په سیمه کې ،د اګست په ۱۵مه، د سیند په اوبو کې د یو پلار او د هغه د دوو زامنو په ګډون پنځه کسان ډوبيدو نه پس لادرکه شوي دي۔ 

د ریسکیو ۱۱۲۲ صوابۍ د معلوماتو له مخې، په ډوب شویو کسانو کې ۴۵ کلن شکيل، د هغه ۲۰ کلن زوې شرجيل او ۱۶ کلن زوې خضر، ۲۶ کلن اويس او ۱۴ کلن مشال شامل دي۔ 

د پېښې له خبر ترلاسه کېدو سره سم د ریسکیو ۱۱۲۲ صوابۍ د لامبوزنو ځانګړې ډله د پېښې ځای ته رسېدلې او د ورکو کسانو د موندلو لپاره یې د سیند په اوبو کې د لټون او ژغورنې عملیات پېل کړي دي۔ .

د ریسکیو ۱۱۲۲ لامبوزن اوس هم د سیند په اوبو کې د ورکو کسانو د موندلو لپاره په لټون بوخت دي۔