تربت / زیارت : د بلوچستان په تربت ښار کې د اېف سي پر یو موټر چاودنه شوې ده چې پنځه کسان پکې ژوبل شوي دي. له چاودنې وروسته ډزې هم شوې دي.

د پولیسو او نورو رسمي سرچینو په وینا، پېښه ،د اګست په ۱۴مه، د تربت پر مېن روډ د شهید فدا چوک ترڅنګ هغه مهال شوې ده، چې د اېف سي موټر د پاکستان د خپلواکۍ ورځې په مناسبت د سختو امنیتي تدابیرو د یوې برخې په توګه په سیمه کې ځای پر ځای شوی و.

له چاودنې وروسته ډزې هم شوې چې له امله یې د سیمې د ځینو دوکانونو شټرونه او د نږدې ولاړو موټرو ښیښې هم زیانمنې شوې دي. په پېښه کې پنځه ژوبل کسان د درملنې لپاره د تربت تدریسي روغتون ته انتقال شوي دي.

امنیتي ځواکونو له پېښې وروسته سیمه کلابنده کړه، د موټرو او خلکو پر تګ راتګ یې موقتي محدودیتونه ولګول او د پېښې په اړه یې پلټنې پېل کړې دي. تر اوسه د چاودېدونکو موادو د ډول او د برید د څرنګوالي په اړه بشپړ جزییات نه دي اعلان شوي.

په همدې ورځ د بلوچستان په زیارت ضلعه کې په یو جلا وسله‌ وال برید کې دوه کسان وژل شوي دي. پولیس وايي چې ناڅرګنده وسله‌ والو پر دوو موټرسایکل سپرو ډزې وکړې او دواړه یې ووژل.

وژل شوي کسان احسان‌ الله او محمد یونس نومېدل. د پولیسو په وینا، دواړه د سنځاوۍ اوسېدونکي وو او له سنځاوۍ څخه کوټې ته روان وو چې د وسله‌ والو تر برید لاندې راغلل. د دوي جسدونه وروسته سنځاوۍ ته انتقال شول او هلته یې د جنازې لمونځونه وشول.
 

تر اوسه هېڅ وسله‌ والې ډلې د تربت د چاودنې یا د زیارت د وژنو مسئولیت نه دی منلی او چارواکو هم د دواړو پېښو انګېزه نه ده روښانه کړې.