برلین : په جرمني کې مېشتې «د اروپا د ادغام ادارې» د اګست په ۱۴مه، ویلي دي، چې د افغانستان د ښځینه فعالانو د همغږۍ شبکې ۳۲ غړې یې د «افغانستان د زړورو نجونو د زړورتیا مډال» په ورکولو ستایلې دي.
ادارې ویلي دي، چې دغه مډال هغو ښځو ته ورکړل شوی دی چې په افغانستان او د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې یې د افغان ښځو او نجونو د حقونو، زده کړو او بنسټیزو ازادیو لپاره فعالیت کړی او په بحراني حالاتو کې یې له ښځو او کورنیو سره مرسته کړې ده.
د مډال ترلاسه کوونکو په نومونو کې زهرا سادات عالمي، طاهره حسيني، سویتا رسولي، رامیکا اڅکزۍ، رحیمه تقدسي، اورانوس عاطفي، ماري الکوزۍ، لیلا رحیم، خاتمه افضلي، کریمه رحیم یار، هما صبور، فروزان سادات، فاضل عزیز، فریده راقي، ډاکټر عثماني شاملې دي.
همدارنګه، بسیجه سعیدي، بانو نوري، بانو حیدري، افسانه ارسین، زهرا جلال، زرغونه بلوچ، پروفیسور سلامت عظیمي، روبینا همدرد، ماریا رهین، حمیرا ثاقب، فوزیه یفتلي، ډاکټر پکتیوال، قاضي مرضیه باباکرخېلۍ، اسیلا صدیقي، عادله بهرام، امینه مایار او مینا شهبانو نوري هم یاد مډال ترلاسه کړی دی.
د ادارې په وینا، له دغو ښځو څخه ځینې لا هم په افغانستان کې د جدي امنیتي خطرونو سره سره فعالیت کوي، په داسې حال کې چې نورې په ایران، پاکستان، عراق، جرمني، فرانسه، بریتانیا، کاناډا او امریکا کې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکوي.
ادارې ویلي دي، چې د دغو ښځو ګډ هدف دا دی چې د افغانستان د ښځو غږ ژوندی وساتي او د طالبانو تر واک لاندې د ښځو پر زده کړو، کار او ټولنیز حضور د محدودیتونو پر ضد خپل فعالیت ته دوام ورکړي.
د «اروپايي ادغام ادارې» په اعلامیه کې ویل شوي دي چې دا مډال یوازې د ښکاره فعالیتونو ستاینه نه ده، بلکې د هغو هڅو درناوی هم دی چې ډېر وخت له رسنیو او عامه نظره پټې پاتې کېږي. ادارې د مډال ترلاسه کوونکو ښځو ته په خطاب کې ویلي: «ستاسو زړورتیا د افغانستان د ښځو هیله ژوندۍ ساتي.»


شال نیوز