د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږۍ ادارې (اوچا) ویلي دي، چې په افغانستان کې د میندو د مړیني شمېره لا هم د نړۍ په کچه تر ټولو لوړه ده.

 

اوچا ،د جون په ۱۸مه، په یو بیان کې ویلي دي، چې که څه هم د لومړۍ کرښې روغتیایي کارکوونکي د خلکو ژوند ژغوري، خو پر ښځو او نجونو لګېدلي محدودیتونه کولی شي د ژوند ژغورونکو روغتیایي خدماتو ته لاسرسی نوره هم کمه کړي.

 

ادارې ټینګار کړی دی، چې دوامداره او پرله ‌پسې بشري ملاتړ اړین دی، څو د میندو او ماشومانو ژوند وژغورل شي او د روغتیایي خدماتو کمښت جبران شي.

 

په ورته مهال د افغانستان ګڼ شمېر اوسیدونکي په لېرې پرتو سیمو کې د روغتیایي امکاناتو نشتون څخه شکایت کوي. دوي د طالبانو حکومت او نړیوالو بنسټونو غوښتنه کوي، چې هر ډول اړینې روغتیایي اسانتیاوې ورته برابرې کړي.

 

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو بیا ځلې واکمنۍ سره په هېواد کې یو شمېر روغتیایي مرکزونو څخه د نړیوالو ملاتړ د اخیستو له امله ګڼې ستونزې د روغتیایي سکټور په برخه کې پیدا شوې دي.