لیکوالې، ژورنالېستې او د «کېږدۍ ګرځنده ښوونځیو» مسؤلې ،مریم امرخیلې، په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي دي، چې د جرمني په برلین ښار کې د افغانستان سفارت د هغې هغه رسمي عریضه نه ده منلې چې په پښتو ژبه لیکل شوې وه.
امرخیلې ،د جون په ۲۱مه، په یوه تفصیلي لیکنه کې ویلي، چې د «کېږدۍ ګرځنده ښوونځیو» د جوازونو اړوند د یوې قانوني پروسې د بشپړولو لپاره یې له خپل ښار څخه برلین ته پنځه نیم ساعته سفر وکړ او د سفارت مخې ته یې څو ساعته په اوږده قطار کې انتظار وکړ.
د هغې په وینا، د شرعي وکیل د ټاکلو لپاره یې اړین فارمونه ډک کړي، اسناد یې برابر کړي او عریضه یې په پښتو ژبه لیکلې وه. نوموړې وایي، له ټولو اداري پړاوونو تر تېرېدو وروسته، د سفارت یوه کارکوونکي د هغې اسناد بل همکار ته وسپارل او ویې ویل چې پښتو نه شي لوستلی.
امرخیله زیاتوي، چې دویم کارکوونکي د اسنادو له لوستلو پرته ورته وویل چې عریضه دې په دري ژبه ولیکي او بېرته دې راوړي. د هغې په خبره، کله چې یې د دې پرېکړې دلیل وپوښت، قانع کوونکی ځواب یې ترلاسه نه کړ.
هغې ویلي: «پښتو د افغانستان رسمي او ملي ژبه ده، خو زما عریضه یوازې د دې لپاره ونه منل شوه چې په پښتو لیکل شوې وه.»
د امرخیلې په وینا، له څو ساعتونو سرګردانۍ او اداري ستونزو وروسته، یو افغان شاهد د هغې پښتو متن په دري وژباړه او له ژباړې وروسته هماغه اسناد پرته له کومې بلې ستونزې ومنل شول.
نوموړې دغه چلند د پښتو ژبې پر وړاندې بې عدالتي بللې او ویلي یې دي، چې هېڅ افغان باید د خپل هېواد په سفارت کې د خپلې مورنۍ ژبې له امله له ستونزو سره مخ نه شي.
مریم امرخیلې همداراز ټینګار کړی، چې د دې تجربې شریکول یې شخصي موضوع نه، بلکې د هغو افغانانو د حقونو د دفاع لپاره دي چې ښایي ورته ستونزې تجربه کړي. هغې غوښتنه کړې ده چې د افغانستان رسمي استازولۍ باید د هېواد د ټولو رسمي ژبو درناوی وکړي او د مراجعینو اسناد له ژبني تبعیض پرته ومني.

شفیق الله پښتون