د افغانستان د پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د ژغورنې نړیوالې کمېټې (آیي ار سي) ترمنځ ،د جون په ۲۱مه، د ۹۴۱ زره او ۹۴۹ امریکایي ډالرو په ارزښت د ګډو همکاریو تفاهم نامه لاسلیک شوه.
د هوکړې له مخې به د بادغیس ولایت په قلعه نو، اب کمري او مقر ولسوالیو کې ۳,۹۶۴ زیانمنو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشل شي، چې هره کورنۍ به ۱۹۳ امریکایي ډالر ترلاسه کړي.
چارواکي وایي، دغه مرستې د اړمنو کورنیو د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو او د بشري وضعیت د ښه والي لپاره ځانګړې شوې دي.
دواړو لوریو د بشري مرستو پر دوام او د زیانمنو ټولنو د ملاتړ پر پراختیا ټینګار کړی دی.

شال نیوز