د افغانستان لومړنی ستورمزلی عبدالاحد <د جون په ۲۱مه، د ۶۷ کلونو په عمر د جرمني په شتوتګارډ ښار کې مړ شوی دی. د کورنۍ سرچینو له مخې، نوموړی له څه مودې راهیسي ناروغ و او ډاکټرانو تشخیص کړې وه چې پر سرطان اخته دی.

عبدالاحد مومند له ۱۹۹۲ کال راهیسي له خپلې کورنۍ سره په جرمني کې میشت و. نوموړي دوه لوڼه او یو زوې تر شا پرېښي دي.

کورنۍ وایي، د عبدالاحد مومند د تدفین او فاتحې مراسمو په اړه به وروسته اعلان وشي.

عبدالاحد مومند د افغانستان په تاریخ کې ځانګړی ځای لري. هغه په ۱۹۸۸ کال کې فضا ته سفر وکړ او د افغانستان لومړنی ستورمزلی شو. نوموړي د خپل فضايي ماموریت پر مهال قران کریم له ځان سره فضا ته یووړ او هلته یې تلاوت هم وکړ.

همدارنګه، هغه له فضا څخه له خپلې مور سره په پښتو ژبه ټیلیفوني خبرې کړې وې چې ورسره پښتو د نړۍ له هغو لومړیو ژبو څخه شوه چې په فضا کې ویل شوې ده. د دغه تاریخي سفر پر مهال عبدالاحد مومند ۲۹ کلن و.

د نوموړي د مړیني خبر ته ګڼو سیاسي او ټولنیزو شخصیتونو غبرګون ښودلی دی. د افغانستان پخواني ولسمشر ،اشرف غني، د افغانستان د لومړني او یوازیني ستورمزلي عبدالاحد مومند پر مړینه ژوره خواشیني څرګنده کړې ده.


اشرف غني په خپل ایکس (پخواني ټویټر) پیغام کې ویلي چې د عبدالاحد مومند ناڅاپي مړینې سخت خواشینی کړی دی. نوموړي دعا کړې چې الله تعالی دې د افغانستان لپاره د هغه ویاړ او خدمتونه د افغان ملت له نامه د هغه د مغفرت وسیله وګرځوي. 

اشرف غني زیاته کړه، چې عبدالاحد مومند هغه شخصیت و چې له فضا څخه یې د افغانستان ملي رنګونه او ملي پیغامونه نړۍ ته ورسول او د افغان هویت ترڅنګ یې د قرآن کریم په لاس کې نیولو سره خپل اسلامي هویت هم نړیوالو ته ور وپېژاند.


 



د ملي جمهوري غورځنګ مشر او د قامي اسمبلۍ پخواني غړي محسن داوړ په ایکس پاڼه لیکي دي چې “عبدالاحد مومند به د لومړي افغان ستورمزلي په توګه د تاریخ په پاڼو کې تل ژوندی پاتې شي او د هغه له کورنۍ سره یې د خواخوږۍ څرګندونه کړې ده.”