قزاقستان وايي، د ترهګرو سازمانونو له نوملړه د طالبانو د نوم ایستل د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندنې معنا نه لري.
د افغانستان په چارو کې د قزاقستان د ولسمشر ځانګړي استازي، یرکین توکوموف، د جون په ۲۲مه، ویلي دي چې هېواد یې له رسمیت پېژندنې پرته له طالبانو سره د تعامل تګلارې ته دوام ورکوي او د افغانستان وضعیت لا هم پېچلی بولي.
د کازان فورم خبري اژانس د راپور له مخې، توکوموف ویلي دي چې استانه د طالبانو د رسمیت پېژندنې په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له پرېکړو سره سم دریځ لري.
هغه د افغانستان اقتصادي او ټولنیزو ستونزو ته په اشارې ویلي، د تېرو لسیزو تجربو ښودلې ده چې په دغه هېواد کې هر ډول اقتصادي، بشري او بنسټیزه تشه د ناوړه او ویجاړوونکو بهیرونو لپاره زمینه برابروي.
د نوموړي په وینا، له افغانستان سره مرسته د سیمي د امنیت د ټینګښت لپاره یو عملي او اغېزناک اقدام دی. هغه زیاته کړې، چې په قانوني اقتصادي بهیرونو کې د افغانستان شاملول د نشه يي توکو د قاچاق، ناقانونه کډوالۍ او پولې هاخوا ترهګرۍ د مخنیوي لپاره اغېزمنه لاره ده.
قزاقستان په ۲۰۲۴ کال کې طالبان د ترهګرو سازمانونو له لېست څخه وایستل، خو تر اوسه یې د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.
روسیه تر اوسه یوازینی هېواد دی چې د طالبانو حکومت یې په رسمیت پېژندلی، او بل کوم هېواد ورته اقدام نه دی کړی.

شال نیوز