ملګري ملتونه وايي، چې افغانستان کې دمګړۍ شاوخوا ۱۶ میلیونه وګړي روغتیايي خدمتونو او د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) ،د جون په ۲۲مه، پر اېکس خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي دي، چې د اوبو کمښت د خلکو پر ورځني ژوند ژور اغېز کړی او ګڼې کورنۍ اړ دي چې د خوندي اوبو د ترلاسه کولو لپاره ډېرې هڅې وکړي.
اوچا زیاته کړې، چې افغان ماشومان د اوبو د کمښت له امله له بېلابېلو روغتیايي ګواښونو سره مخ دي، او سیمه ییزې ټولنې د دغې ستونزې د مدیریت او مخنیوي لپاره له جدي ننګونو سره لاس او ګرېوان دي.
یادې ادارې د اوبو رسونې او د روغتیا په برخه کې د بشري مرستو پر دوام ټینګار کړی او له نړیوالې ټولنې یې د اړمنو افغانانو د ملاتړ غوښتنه کړې ده.
تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) ویلي وو چې افغانستان د اقلیمي بدلون له سختو اغېزو سره د مخ هېوادونو له ډلې څخه دی. د یوناما په وینا، اوږدمهاله وچکالي، د ځمکو شاړېدل او د اوبو کمښت د خلکو ژوند او د خوړو خوندیتوب له جدي ګواښ سره مخ کړی دی.
ملګرو ملتونو همداراز ویلي دي چې د اقلیمي بدلون او وچکالۍ دوام په افغانستان کې پر زیانمنو ټولنو بشري فشارونه لا زیات کړي دي.

شال نیوز