د افغان طالبانو د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت په هرات کې د حجاب د پلي کېدو په نوم د وروستیو اقداماتو دفاع کړې او ویلي یې دي چې د نړۍ هر دولت پر خپلو وګړو یو شمېر محدودیتونه لګوي.

 

د جون په ۲۲مه، د دغه وزارت ویاند، سیف‌الاسلام خیبر، په خپلې اېکس پاڼې خپره کړې اوږده لیکنه کې ویلي دي، چې هېڅ دولت مطلقه ازادي نه مني او په ټولو هېوادونو کې د مالیاتو ورکړه، د ټرافیکي قوانینو رعایت او ورته نور اصول په اجباري ډول عملي کېږي.

 

هغه پوښتنه کړې چې ولې د اسلامي دولت له لوري د خپلو قوانینو او ارزښتونو پر بنسټ د ټولنیزو او اخلاقي اصولو پلي کول جبر بلل کېږي، خو د نورو دولتونو اجباري قوانین جبر نه ګڼل کېږي.

 

خیبر ویلي، لکه څنګه چې لوېدیځ هېوادونه خپل قوانین د خپلو فکري او ټولنیزو ارزښتونو له مخې جوړوي، اسلامي او مسلمان اکثریت لرونکي هېوادونه هم حق لري چې خپل عامه ژوند د دیني ارزښتونو له مخې تنظیم کړي.

 

هغه د هغو منتقدینو د څرګندونو په ځواب کې ،چې د خلکو اصلاح باید یوازې د دعوت له لارې وشي، ویلي دي چې دعوت د اسلام اساسي اصل دی، خو هره ټولنه قانون او د قانون د تطبیق میکانېزم هم لري. د نوموړي په وینا، لکه څنګه چې د رشوت اخیستل منع دي او سرغړوونکي سزا ویني، همداسې نور قوانین هم عملي کېږي.

 

سیف ‌الاسلام خیبر دا هم ویلي دي، چې که کوم محتسب له خلکو سره ناسم چلند کوي، باید اصلاح شي، خو ،د ده په وینا، دا د فردي تېروتنې ستونزه ده، نه د اسلام.

 

هغه له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې که د تنوع او د ملتونو د خپلواکۍ ملاتړ کوي، نو باید دا اصل د اسلامي ټولنو لپاره هم ومني. د نوموړي په خبره، لکه څنګه چې فرانسه د خپل سیکولر نظام او امریکا د خپل قانوني نظام د لرلو حق لري، افغانستان هم حق لري چې د خپلو دیني او کلتوري ارزښتونو پر بنسټ نظام ولري.

 

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې طالبانو د غبرګولي په ۱۶مه په هرات کې د حجاب د نه مراعتولو په تور د ښځو نیول پېل کړل.

 

د دغو اقداماتو پر ضد د هرات د یو شمېر اوسېدونکو له لوري لاریونونه وکړه، خو د راپورونو له مخې طالبانو د لاریون د مخنیوي لپاره پر مظاهره ‌چیانو ډزې وکړې، چې له امله یې د یوه ماشوم په ګډون لږ تر لږه دوه کسان وژل شوي او شاوخوا شل نور ټپیان شوي دي.