د افغانستان د تېر جمهوري نظام د ولسمشر لومړی مرستیال ،امرالله صالح وايي، چې واکمن طالبانو د ملي ارزښتونو د پاشلو لړۍ روانه ساتلې او د هغوي نسکورېدل حتمي دي.
صالح ،د جون په ۲۲مه، پر خپله ایکس پاڼه لیکلي دي، چې طالبان د سیاسي حیثیت او مشروعیت له پلوه داسې دریځ نه لري چې د ملي شخصیتونو لکه عبدالاحد مومند مړینه د ځان په ګټه وکاروي. هغه همداراز ویلي، چې ځیني سیاسي ډلې هم دغه ډول پېښې د قامي او تاریخي لیدلوري له مخې تفسیر کوي.
نوموړي زیاته کړې، چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د ملي ارزښتونو د سیمه ییزېدو او پاشل کېدو لړۍ روانه ده، چې ،د ده په وینا، د افغانستان راتلونکی له جدي ننګونو سره مخ کوي. هغه ټینګار کړی دی، چې د یو باعزته نظام جوړېدل او د هېواد د عزت اعاده یوازې د طالبانو د واکمنۍ له پای ته رسېدو سره تړاو لري.
صالح همداراز ویلي دي چې د طالبانو اوسنی وضعیت د خلکو ترمنځ د بې باورۍ او د ملي هویت د ویش سبب شوی دی.
نوموړي د افغانستان لومړني ستورمزلي ،عبدالاحد مومند، د مړیني په اړه د خواشینۍ څرګندولو ترڅنګ ویلي، چې ښه به دا وای چې افغانستان داسې نظام لرلی چې د هغه جنازه یې د رسمي دولتي او پوځي مراسمو په ترڅ کې ترسره شوې وای.
هغه زیاته کړې چې عبدالاحد مومند د افغانستان استازیتوب وکړ او فضا ته ولاړ، خو په هېواد کې داسې شرایط برابر نه شول چې خپلې تجربې او پوهه له نوي نسل سره شریکه کړي.

شال نیوز