د افغان طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزیر، شیخ خالد حنفي وايي، چې د دوي د ادارې ټول جوړښت او کړنلاره د اطاعت او پيروۍ پر بنسټ ولاړه ده.
حنفي دا څرګندونې ،د جون په ۲۵مه، له پوځي محتسبانو سره په یوه غونډه کې کړې دي. هغه ویلي، چې محتسبان د اسلامي نظام د پلي کېدو مسوولیت لري او د طالبانو اداره پرې بشپړ باور لري.
نوموړي محتسبانو ته په خطاب کې ویلي: «تاسو په مهمو ادارو کې دندې ترسره کوئ او د اصلاح صلاحیت الله تعالی درکړی دی.»
هغه همدارنګه لارښوونه وکړه چې که هر ډول اخلاقي یا اداري فساد وویني، له وېرې پرته دې پر ضد یې اقدام وکړي او د منکراتو د مخنیوي په برخه کې دې په جرئت او مېړانه عمل وکړي.
د افغان طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت پوځي محتسبان هم لري. د طالبانو د امر بالمعروف د قانون له مخې، دغو محتسبانو ته د قانون د پلي کولو او په ځینو مواردو کې د افرادو د نیولو صلاحیت هم ورکړل شوی دی.
شیخ خالد حنفي تر دې مخکې هم د افغانستان د ۳۴ ولایتونو له شاوخوا ۵۵۰ محتسبانو سره په یوه غونډه کې ویلي وو چې نړیواله ټولنه د افغانستان په کورنیو چارو کې د لاسوهنې حق نه لري او د امر بالمعروف د قانون د مادو پر عملي کېدو یې ټینګار کړی و.
د طالبانو د امر بالمعروف قانون محتسبانو ته پراخ واکونه ورکړي دي. د دغه قانون له مخې، محتسبان په ټول افغانستان کې د خلکو پر چلند، کړنو او ټولنیزو فعالیتونو څارنه کوي او د قانون د عملي کېدو د څار مسوولیت پر غاړه لري.


شال نیوز