د افغانستان د ملي مقاومت جبهې مشر ،احمد مسعود، وايي چې د افغانستان د خلکو د ازادۍ، عدالت، انساني کرامت او د ولس د ارادې د حاکمیت لپاره به خپلې مبارزې او ژمنې ته دوام ورکړي.
احمد مسعود د محرم د لسمې ورځې، عاشورې، په مناسبت په خپور کړي پیغام کې ویلي، چې افغانان دا مهال د ځپنې، محرومیت او بې عدالتۍ تر سیوري لاندې ژوند کوي او د عاشورې پیغام د ظلم پر وړاندې د درېدو، ویښتیا او زړورتیا درس ورکوي.
هغه ویلي، چې عاشورا دا حقیقت یادوي چې هېڅ زور او استبداد د انسان عزت تر پښو لاندې نه شي کولی او د ظلم پر وړاندې درېدل یوازې یو انتخاب نه، بلکې ایماني، انساني او تاریخي مسوولیت دی.
د ملي مقاومت جبهې مشر زیاته کړې چې امام حسین (رض) په خپلې مبارزې ثابته کړه چې حق، که هر څومره یوازې هم وي، حق پاتې کېږي او باطل، که د واک پر ګدۍ هم ناست وي، بیا هم باطل دی.
احمد مسعود د افغانستان اوسني وضعیت ته په اشارې ویلي، چې د عاشورې پیغام نن هم د افغانانو لپاره د مسوولیت، ویښتیا او د ظلم پر وړاندې د مقاومت الهام بخښونکی پیغام لري.
هغه ویلي: «عزت هغه وخت مانا پیدا کوي چې انسان د ظالم د ظلم پر وړاندې چوپ پاتې نه شي او د حق ملاتړ وکړي.»
احمد مسعود د خپل پیغام په پای کې د امام حسین (رض) او د هغه د ملګرو قربانۍ ستایلي او ټینګار یې کړی چې د افغانستان د خلکو د ازادۍ، عدالت، انساني کرامت او د ولس د ارادې د حاکمیت لپاره به خپلې ژمنې او مبارزې ته دوام ورکړي.


شال نیوز