د افغان طالبانو مشر ویلي، چې د امرونو نه عملي کول او د اطاعت نشتوالی د فتنو د رامنځته کېدو لامل ګرځي او اسلامي نظام له کمزورۍ او حتی له منځه تلو سره مخ کولی شي. د طالبانو ویاند ،د جون په ۲۶مه، په یوه خپاره کړي پیغام کې ویلي دي، چې دغه څرګندونې د کندهار د محصلانو د فراغت غونډې ته په استول شوي پیغام کې شوې دي.

 

د طالبانو مشر په خپل پیغام کې د اسلامي نظام د پیاوړتیا، د اطاعت او د راتلونکو نسلونو لپاره د جهاد د ارزښت د لېږدولو پر اړتیا ټینګار کړی دی.

 

هغه ویلي دي، چې د طالبانو اوسنی نظام د جهاد په پایله کې رامنځته شوی دی او ،د ده په وینا، د دین د لوړتیا لپاره باید هڅې دوام ومومي. نوموړي زیاته کړې، چې د طالبانو د شرعي دریځ دفاع، د فرمانونو او حکمونو عملي کول او نور خلک د هغو منلو ته رابلل د هر مسؤول مهم مکلفیت دی.

 

د طالبانو مشر له ګډونوالو غوښتي دي چې د جهاد ارزښت راتلونکو نسلونو ته ورسوي او د اسلامي نظام د پیاوړتیا لپاره خپلو مسؤلیتونو ته دوام ورکړي.

 

په همدې غونډه کې د کندهار طالب والي ،ملا شیرین اخند، هم وینا وکړه. هغه وویل، چې اوس د پوهنتون او مدرسې ترمنځ واټن له منځه تللی او ،د ده په خبره، د جهاد پر مهال د پوهنتونونو محصلان هم په جګړه کې ګډونوال وو.

 

ملا شیرین له فارغانو وغوښتل چې خپله زده‌ کړه د دین، هېواد او ټولنې د خدمت لپاره وکاروي او د اسلامي او افغاني ارزښتونو د ساتنې ترڅنګ د ټولنې د پرمختګ لپاره هم خپل مسؤلیت ادا کړي.