د ګډ امنیتي تړون سازمان (سي‌ ايس‌ ټي‌ او) چارواکي وايي، چې د افغانستان او تاجکستان پر ګډه پوله امنیتي وضعیت لا هم پېچلی دی، او د افغانستان په شمالي سرحدي سیمو کې د وسله‌ والو او افراطي ډلو حضور د مرکزي اسیا د امنیت لپاره یوه مهمه اندېښنه ګڼل کېږي.

د یاد سازمان د دایمي شورا مشر، ویکتور واسیلیف، د جون په ۲۶مه، د روسیې په سنټ پیټرزبورګ کې یوې غونډې ته په وینا کې وویل، که څه هم روسیې او د مرکزي اسیا ځینو هېوادونو په وروستیو کلونو کې له کابل سره خپلې سیاسي او ډیپلوماټیکې اړیکې پراخې کړې دي، خو د افغانستان په شمالي پولو کې امنیتي ګواښونه لا هم نه دي له منځه تللي.

د هغه په وینا، د ګډ امنیتي تړون سازمان غړي هېوادونه به د افغانستان له شمالي سرحدي سیمو څخه د وسله‌ والو او افراطي ډلو د احتمالي ګواښونو د مخنیوي لپاره خپلې ګډې امنیتي همغږۍ او هڅې نورې هم زیاتې کړي.

واسیلیف دا هم وویل، چې د افغانستان له خاورې د تاجکستان پر لور د راکټي بریدونو او نورو سرحدي امنیتي پېښو راپورونه د سازمان لپاره د جدي اندېښنې وړ دي او د سیمي د امنیت د ټینګښت لپاره ګډ اقدامات اړین ګڼل کېږي.

د ګډ امنیتي تړون سازمان له دې وړاندې هم د تاجکستان د سرحدي ځواکونو د پیاوړتیا لپاره پوځي تجهیزات او تخنیکي مرستې برابرې کړې دي او د افغانستان پولې ته نږدې یې څو ځله ګډ پوځي تمرینونه هم ترسره کړي دي.

د افغانستان واکمنو طالبانو تر اوسه د دغو تازه څرګندونو په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی، خو هغوي له دې وړاندې څو ځله ویلي دي چې د افغانستان خاوره به د هېڅ هېواد پر ضد د ګواښ لپاره نه کارول کېږي او د هېواد امنیتي وضعیت تر خپل بشپړ کنټرول لاندې بولي.