د پاکستان د کورنیو چارو وزارت پرېکړه کړې ده، چې په هېواد کې د ناقانونه مېشتو بهرنیو وګړو پر ضد به پراخ عملیات پېل کړي.
د وزارت له رسمي خبرتیا سره سم، د ۲۰۲۶م کال د جولایۍ له ۱۰مې نېټې څخه به هغه ټول افغان وګړي سمدستي ونیول شي چې په پاکستان کې بې له قانوني اسنادو، د اعتبار وړ ویزې، یا هم د پای ته رسېدلې ویزې په اساس اوسي.
د حکومت د لارښوونو له مخې، د ایالتونو د چیف سېکرټرانو، امنیتي ادارو او د اسلام اباد د ادارې تر څار لاندې به د ناقانونه بهرنیو وګړو د بېرته ستنولو د پلان عملي کول په جدي ډول پېل شي.
په خبرتیا کې ویل شوي دي، چې د جولایۍ له ۱۱مې نېټې څخه به د نیول شویو کسانو شمېر او د عملیاتو ورځنی راپور د کورنیو چارو وزارت ته لېږل کېږي. د پاکستان حکومت ویلي دي، چې د ناقانونه بهرنیو وګړو د بېرته ستنولو د دې پلان بشپړ عملي کول د حکومت له مهمو لومړیتوبونو څخه دي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ او د کډوالۍ نړیوال سازمان د وروستیو شمېرو له مخې، د ۲۰۲۳م کال د سپتمبر له نیمایي راهیسي تر اوسه له پاکستانه له دوه میلیونو څخه ډېر افغانان هېواد ته ستانه شوي دي.
یوازې د ۲۰۲۶م کال له پېل څخه ،د مې تر ۲۳مې، نېټې پورې شاوخوا ۴۴۷ زره افغانان له پاکستانه بېرته افغانستان ته تللي، چې نږدې ۵۸ زره یې ایستل شوي یا شړل شوي دي.
نړیوالو ادارو خبرداری ورکړی دی چې د دغو راستنېدونکو لویه برخه په افغانستان کې له جدي بشري او اقتصادي ستونزو سره مخ ده.


شال نیوز