د طالبانو د ریاست‌الوزراء اداري مرستیال ،مولوي عبدالسلام حنفي، ویلي دي چې جګړو، د طبي تجهیزاتو کمښت او د مسلکي بشري ځواک نشتوالي پر روغتیايي خدمتونو او د طبابت پر کیفیت منفي اغېز کړی دی.

هغه ،د جون په ۳۰مه، د سردار محمد داوود خان ۴۰۰ بستریز روغتون کې د یوې غونډې پرمهال وویل، چې د اوږدو جګړو له امله د هېواد روغتیايي شعبه له ګڼو ستونزو سره مخ شوې او د طبي تجهیزاتو کمښت او د طبي ماهرانو نشتوالي د روغتیايي خدمتونو کیفیت اغېزمن کړی دی.

د حنفي په وینا، د طبابت د اخلاقو رعایت د ډاکټر او ناروغ ترمنځ د باور د پیاوړتیا لپاره مهم دی او روغتیايي کارکوونکي باید د خپلو مسلکي او اخلاقي مسوولیتونو په ترسره کولو کې جدي پاملرنه وکړي.

نوموړي زیاته کړې، چې د طالبانو حکومت هڅه کوي د روغتیايي شعبې اړتیاوو ته رسېدنه وکړي او د افغانستان روغتیايي خدمات په تدریجي ډول ښه کړي. هغه ډاډ ورکړ، چې د روغتیايي شعبې د اړتیاوو د پوره کولو لپاره به لازم اقدامات ترسره شي.

خو د طالبانو په نږدې پنځه کلنه واکمنۍ کې اوس په ډېر لوړو پوستونو کې ملایان په دندو ګومارل شوي او یو زیات شمېر کادرونه بیا له هېواده وتلي دي.

د افغانستان روغتیايي شعبه په داسې حال کې د تجهیزاتو او طبي ماهرانو له کمښت سره مخ ده چې نړیوالو بنسټونو په وار وار خبرداری ورکړی، چې د بودجې کمښت او د نړیوالو مرستو راکمېدو د هېواد پر روغتیايي خدمتونو فشار لا زیات کړی او د میلیونونو افغانانو روغتیايي خدمتونو ته یې لاسرسی له ګواښ سره مخ کړی دی.