د افغانستان د پخواني جمهوري نظام لوړپوړي چارواکي ،ډاکټر انوار الحق احدي، ویلي دي چې که افغان طالبان د افغانستان د خاورې او هوايي حریم دفاع نه شي کولی، نو باید له افغان ولس څخه بښنه وغواړي او واک پرېږدي.
احدي ،د جولایۍ په لومړۍ، په خپله فېسبوک پاڼه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي دي، چې اسلاماباد د طالبانو له نړیوالې انزوا څخه ناوړه ګټه اخلي او د افغانستان پر وړاندې خپل فشارونه زیاتوي.
هغه ویلي، چې د هر حکومت لومړنی مسوولیت د هېواد له خپلواکۍ، ځمکنۍ بشپړتیا او هوايي حریم څخه دفاع ده، خو د طالبانو حکومت نه دی توانېدلی چې دا مسوولیت په اغېزمن ډول ترسره کړي او خلکو ته د امنیت ډاډ ورکړي.
پخواني وزیر پر طالبانو نیوکه کړې چې د پاکستان له وروستیو بریدونو او پوځي فشارونو سره د مقابلې لپاره یې له ولس سره کومه روښانه دفاعي او سیاسي تګلاره نه ده شریکه کړې.
د احدي په وینا، افغانان د روان وضعیت د حل لپاره عملي او اغېزمن ګامونه غواړي، خو داسې اقدامات هم نه غواړي چې هېواد له لا زیاتې جګړې، ورانۍ او انساني ناورین سره مخ کړي.
په همدې حال کې یو شمېر نورو پخوانیو افغان سیاستوالو هم د افغانستان او پاکستان ترمنځ د روان کړکېچ د هواري لپاره په افغانستان کې د یوه نوي حکومت د جوړېدو غوښتنه کړې ده.
د دوي په باور، یو داسې حکومت ،چې پراخ کورنی ملاتړ ولري، کولی شي لومړی ملي مشروعیت او وروسته نړیوال مشروعیت ترلاسه کړي او د هېواد د امنیتي او سیاسي ستونزو د حل لپاره اغېزمن رول ولوبوي.
بلخوا، د افغانستان د پخواني جمهوري نظام وروستي ولسمشر ،محمد اشرف غني، هم د هېواد د روان بحران د حل لپاره وړاندیز کړی چې افغانستان باید خپله نړیواله بې طرفي په رسمي، روښانه او عملي ډول اعلان کړي او خپله بهرنۍ پالیسي د ملي ګټو پر بنسټ تنظیم کړي.
اشرف غني ویلي دي، چې تر هغه چې افغانستان په نړیواله انزوا کې پاتې وي، د افغانانو غږ به نه سیمه او نه نړیواله ټولنه په اغېزمن ډول واوري. هغه د یوه پراخ ملي بحث او ملي اجماع غوښتنه هم کړې او ویلي یې دي چې ټول افغانان، له سیاسي، قامي، ژبنیو او فکري اختلافونو پرته، باید د هېواد د ژغورنې او راتلونکي د ټاکلو لپاره ګډ کار وکړي.
اشرف غني زیاته کړې چې له هر ډول شخصي امتیاز غوښتنې پرته چمتو دی د یوې پراخې ملي اجماع په رامنځته کولو او له نړیوالې ټولنې سره د افغانستان د اړیکو په بیا ټینګولو کې خپله ونډه واخلي.


شال نیوز