په کندهار کې یو شمېر خبریالان وايي، چې د طالبانو والي ملا ،محمد شیرین اخند، له دوي سره په ناسته کې ویلي چې پر ځیرکو موبایلونو بندیز به حتمي عملي کېږي.
یو سیمه ییز خبریال، چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي، د جولایۍ په ۲مه ویلي دي، چې دا غونډه له شاوخوا دوو کلونو وروسته د کندهار د والي او خبریالانو ترمنځ شوې وه. د هغه په وینا، ګډونوالو ته اجازه نه وه ورکړل شوې چې غونډې ته له ځان سره ځیرک موبایلونه یوسي.
د خبریالانو په خبره، په ناسته کې یې د ځیرکو موبایلونو پر کارونې د بندیز، د دولتي ادارو له لوري د معلوماتو نه شریکولو، د سیمه ییزو رسنیو د مالیاتو او د کندهار د خلکو د هغو ستونزو په اړه خپلې اندېښنې شریکې کړې چې د دوي په وینا، غږ یې تر ولایتي ادارې نه رسېږي.
یو خبریال ویلي: «موږ د ځیرکو موبایلونو پر بندیز، د معلوماتو نه لاسرسي، د سیمه ییزو رسنیو د مالیاتو او د خلکو د ستونزو په اړه خپلې اندېښنې له والي سره شریکې کړې.»
د خبریالانو په وینا، ملا محمد شیرین اخند په ځواب کې ویلي، چې د ځیرکو موبایلونو بندیز حتمي دی، خو ولایتي اداره هڅه کوي د خبریالانو لپاره د معلوماتو د شریکولو د یوې بدیلې لارې په اړه جلا ارزونه او ناسته وکړي.
کندهار د افغانستان له هغو ولایتونو څخه دی چې طالب چارواکو پکې تر نورو مخکې پر تصویري مرکو محدودیتونه ولګول. سیمه ییز خبریالان وايي، د نورو ولایتونو په پرتله په کندهار کې طالب چارواکي له رسنیو سره لږه همکاري کوي.
د غونډې ګډونوال زیاتوي چې والي له خبریالانو غوښتي چې د طالبانو له ادارې سره وفادار پاتې شي.


شال نیوز