د طالبانو تر واک لاندې د پوهنې وزارت وایي، د تېر کال راهیسي تر اوسه یې د افغانستان په ۲۲ ولایتونو کې ۱۰۹ دیني مدرسې، ۹ دارالحفاظونه او یوازې څلور ښوونځي جوړ کړي دي.
د دغه وزارت لخوا ،د جولایۍ په ۲مه، خپاره شوي راپور کې راغلي دي، چې په همدې موده کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې ۱۵۰ خصوصي ښوونځي او ۸۰ خصوصي ښوونیز مرکزونه هم جوړ شوي دي.
د راپور له مخې، د اسلامي زده کړو د معینیت له لوري په ۱۳ ولایتونو کې د ۱۱۳ مدرسو بڼه هم بدله شوې، خو د دې بدلونونو په اړه نور جزییات نه دي ورکړل شوي.
طالبانو همدارنګه د ارزګان د جهادي مدرسې لپاره ۵۰ جریبه، د جوزجان د جهادي مدرسې لپاره ۴۰ جریبه او د پکتیکا د مارزک دیني مدرسې لپاره یوه جریبه ځمکه ځانګړې کړې ده.
راپور زیاتوي چې د تشکیلاتي ستونزو د حل په موخه په ۲۵ ولایتونو کې ۴۸۰ مدرسو، ۱۴ دارالحفاظونو او یوې دارالعلوم ته ۵۸۶ بستونه لېږدول شوي او وېشل شوي دي. سربېره پر دې، نویو جوړو شویو مدرسو او دارالحفاظونو ته ۱۹۸ نور بستونه هم ځانګړي شوي دي.
دا راپور داسې مهال خپرېږي چې د افغانستان په دولتي ښوونځیو کې د زده کړو د کیفیت د ټیټېدو په اړه اندېښنې پر ځای پاتې دي. یو شمېر ښوونکي او د زده کړو د برخې څارونکي د امکاناتو کمښت، د مسلکي ښوونکو نشتوالی او د تعلیمي اسانتیاوو محدودیتونه د کیفیت د کمېدو مهم لاملونه بولي، په داسې حال کې چې د طالبانو درې میاشتنی راپور ښيي، د دوي د پام او پانګونې لویه برخه دیني مدرسو او اړوندو ادارو ته ځانګړې شوې ده.


شال نیوز