د افغانستان د پخواني جمهوري حکومت د کانونو او پټرولیم پخوانۍ وزیرې، نرګس نهان ویلي دي، چې طالبانو افغانستان د ښځو او نجونو لپاره په “هدیره” بدل کړی دی.
هغې په خپلې اېکس پاڼه لیکلي، چې هغه ډله ،چې د هغې په وینا، د ځانمرګو بریدونو پر مهال یې د امیندوارو ښځو، نویو زېږېدلو ماشومانو او نورو ملکي وګړو ژوند اخیستی، اوس د انساني اصولو خبرې کوي، چې دا یې د تعجب وړ بللې ده.
نرګس نهان وايي، چې طالبان باید د هغو کړنو او ظلمونو ځواب ووایي چې ،د هغې په خبره، د افغانستان پر خلکو یې کړي دي. هغې زیاته کړې، چې افغانې ښځې د عدالت د ترلاسه کولو او د حساب غوښتنې لپاره څلور بېلابېل مېکانیزمونه تعقیبوي، خو د دغو مېکانیزمونو په اړه یې نور جزییات نه دي ورکړي.
هغې ویلي، ښیي د دغو حقوقي او عدلي بهیرونو بشپړېدل وخت ونیسي، خو ،په وینا یې، طالبان به د خپلو کړنو له حساب ورکولو ونه شي تښتېدلی.
طالبانو تر اوسه د نرګس نهان د دغو څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي.
دا څرګندونې داسې مهال شوې دي، چې د ۲۰۲۱م کال په اګست کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، په افغانستان کې پر ښځو او نجونو د زده کړو، کار او په عامه ژوند کې په ګډون پراخ محدودیتونه لګېدلي دي.
د ملګرو ملتونو او یو شمېر نړیوالو بشري حقونو سازمانونو په وار وار دغه محدودیتونه غندلي او ویلي یې دي، چې دا اقدامات د ښځو او نجونو له بنسټیزو حقونو سره په ټکر کې دي، خو طالبان ټینګار کوي چې د دوي تګلارې د اسلامي شریعت له مخې تنظیم شوې دي.


شال نیوز