یوشمېر رسنۍ راپور ورکوي چې د افغانستان د غزني ولایت د واغظ ولسوالۍ د ګوډلو په سیمه کې ،د جولایۍ په ۲مه، د شپې د خالد مسعود په نوم د تحریک طالبان پاکستان یو قوماندان د ناڅرګنده وسله‌ والو په ډزو وژل شوی دی.

 

د راپورونو له مخې، نوموړی هغه مهال په نښه شوی چې د ټي‌ ټي‌ پي له یو ځايي کمپ څخه د وتلو په حال کې و. ویل کېږي، چې بریدګرو له ډزو وروسته له سیمي څخه تېښته کړې ده.

 

ځینو رسنیو د خالد مسعود په نوم د یاد قوماندان د مړي یو انځور هم خپور کړی، خو تر اوسه د دې انځور خپلواکه کره‌ کتنه نه ده شوې. د افغانستان واکمنو طالبانو تر اوسه د دې پېښې په اړه څه نه دي ویلي او د برید مسؤلیت هم تر اوسه کومې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.

 

دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ هم د ټي‌ ټي‌ پي یو بل غړی د کندهار په ښار کې د ناپېژاندو موټرسایکل سپرو په ډزو وژل شوی و، خو طالبانو د هغې پېښې په اړه هم رسمي دریځ نه و څرګند کړی.

 

پاکستان له اوږدې مودې راهیسي افغان طالبان تورنوي چې د ټي ‌ټي‌ پي غړو ته په افغانستان کې پناه ورکوي، خو طالبان دا تورونه ردوي او ټينګار کوي چې په افغانستان کې هېڅ وسلواله ډله نه شته او د ټي‌ ټي‌ پي موضوع د پاکستان کورنۍ ستونزه ده.