د افغانستان لپاره د پاکستان پخوانی ځانګړی استازی اصف دراني وایي، چې طالبان د بېلابېلو وسله‌ والو ډلو د پناه ورکولو له امله د ۲۰۰۱م کال د سپتمبر له یوولسمې پېښو وړاندې د امنیتي وضعیت د بیا تکرار له خطر سره مخ دي.

 

دراني ،د جولایۍ په ۴مه، په خپله اېکس‌ پاڼه لیکلي دي، چې طالبان د تحریک طالبان پاکستان (ټي ‌ټي ‌پي)، بلوچ لېبریشن ارمي (بي‌ اېل‌ ای)، د اسلامي دولت خراسان څانګې (داعش خراسان)، ترکستان اسلامي تحریک، اسلامي حرکت ازبکستان او له دوو درجنونو څخه د زیاتو نورو وسله‌ والو ډلو ته د پناه په ورکولو سره د نړیوال مشروعیت له کمښت او د سیمي د امنیت له جدي ګواښونو سره مخ دي.


 



هغه ویلي، چې طالبان باید درک کړي چې نړیوال مشروعیت یې محدود دی، او که د وسله‌ والو ډلو ملاتړ او پناه ورکول دوام ومومي، نو د ۱۱ سپتمبر له بریدونو مخکې وضعیت ته د ورته سناریو د ستنېدو خطر شته، چې د ده په وینا، پایلې به یې د ټولې سیمي لپاره نه اټکل کېدونکې وي.

 

اصف دراني همدارنګه، دعوه کړې چې هند د ځینو وسله‌ والو ډلو مالي ملاتړ کوي او ویلي یې دي، چې دغه وضعیت د سیمي امنیتي اندېښنې نورې هم زیاتوي.

 

هغه خبرداری ورکړی، چې که دا تګلارې دوام وکړي، نو هم کابل او هم نوي ډیلي به له جدي امنیتي ننګونو سره مخ شي، ځکه د هغه په خبره، د نیابتي جګړو پالنه په پای کې د هغو ملاتړکوونکو پر ضد هم تمامېږي.

 

په افغانستان واکمنو طالبانو تر اوسه د اصف دراني د دغو څرګندونو په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.