د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر ،امیر خان متقي، په تهران کې د بنګله دېش د پارلمان له رئیس ،حافظالدین احمد، سره لیدلي دي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند ،عبدالقهار بلخي، د جولایۍ په ۴مه، ویلي دي چې په دې لیدنه کې د افغانستان او بنګله دېش ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا او په ځانګړي ډول د سوداګریزو همکاریو د زیاتولو پر لارو چارو خبرې شوې دي.
د نوموړي په وینا، امیر خان متقي ویلي دي، چې د افغانستان او بنګله دېش ترمنځ د سوداګرۍ د پراختیا لپاره د پام وړ فرصتونه شته او دواړه هېوادونه کولی شي د خپلو اقتصادونو د ودې لپاره ترې ګټه واخلي.
بل لور ته، حافظالدین احمد د افغانستان او بنګله دېش اړیکې تاریخي وبللې او ویې ویل چې د افغانستان د اقتصادي بیارغونې له بهیر سره د سوداګریزو اړیکو پراختیا د دواړو هېوادونو لپاره یو مناسب فرصت دی.


شال نیوز