د بې پولې خبریالانو ټولنې (ار اېس اېف) په خپل تازه راپور کې ویلي دي، چې د ۲۰۲۱م کال په اګست کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته افغانستان د خبریالانو د جلاوطنۍ له تر ټولو ستر ناورین سره مخ شوی او په تېرو پنځو کلونو کې نږدې ۷۰۰ افغان خبریالان اړ شوي دي چې خپل هېواد پرېږدي.
د جولایۍ په ۵مه، د خپور شوي راپور له مخې، دغه شمېر د نړۍ د ټولو هغو خبریالانو نږدې نیمایي جوړوي چې په همدې موده کې د امنیتي ګواښونو، بند، تعقیب او یا د مرګ له وېرې جلاوطنۍ ته اړ شوي دي.
د ار اېس اېف د معلوماتو د څانګې ویاندې، لوریکه ویلي دي، چې د افغانستان وضعیت د خبریالانو لپاره تر ټولو اندېښمنوونکی دی. د هغې په وینا، د جلاوطنه شویو افغان خبریالانو ډېره برخه په پاکستان کې پاتې ده، چې هلته هم له نیونو، باج اخیستنې او جبري ایستلو له ګواښ سره مخ دي.
هغې زیاته کړه، چې ار اېس اېف تر اوسه لږ تر لږه د ۵۰ هغو افغان خبریالانو پېښې ثبت کړې دي چې له پاکستانه بېرته افغانستان ته ستانه کړل شوي، په داسې حال کې چې د دوي ژوند او ازادي هلته له جدي خطر سره مخ دي.
د راپور له مخې، د دغو خبریالانو ستونزې یوازې له خپل هېواده تر وتلو پورې نه محدودېږي، بلکې په کوربه هېوادونو کې هم له اداري خنډونو، د استوګنې د قانوني اسنادو له ستونزو، اقتصادي فشارونو او د ایستلو له خطر سره مخامخ وي.
ار اېس اېف وايي، د جګړو، سازمان یافته جرمونو او استبدادي حکومتونو له امله په تېرو پنځو کلونو کې د هغو هېوادونو شمېر چې خبریالان ترې تېښتې ته اړ شوي، دوه برابره شوی دی. د ټولنې د معلوماتو له مخې، له لږ تر لږه ۶۵ هېوادونو څخه تر ۱۴۰۰ ډېر خبریالان د امنیتي ګواښونو له امله جلاوطنۍ ته اړ شوي دي.
د راپور په یوه بله برخه کې راغلي دي، چې افغانستان یوازېنی هېواد نه دی. د میانمار شاوخوا ۳۰۰ خبریالان هم د پوځي حکومت له محدودیتونو وروسته، په ځانګړي ډول تایلنډ ته تښتېدلي، خو هلته هم له سختو اقتصادي او ټولنیزو ستونزو سره ژوند کوي.
ار اېس اېف له هغو هېوادونو غوښتي، چې جلاوطنه خبریالان پکې مېشت دي، هغوي ته اوږدمهاله ویزې ورکړي، قانوني خوندیتوب یې پیاوړی کړي، مالي ملاتړ ورسره وکړي او د تبعید په حالت کې د رسنیز فعالیت د دوام لپاره اړیني تخنیکي اسانتیاوې برابرې کړي.
د یادونې وړ ده چې طالبانو تر اوسه د دغه راپور د موندنو او څرګندونو په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.


شال نیوز