د باجوړ په بېلابېلو سیمو کې ،د جولایۍ په ۵مه، د پخواني سینټر هدایت الله خان، سمیع الرحمن خان، ملک عرفان، نظرالدین او یارزاده د شهادت دویم تلین د قران خوانۍ او دعاګانو په مراسمو ونمانځل شو.
د مراسمو ګډونوالو د شهیدانو د لوړو درجو، د پاکستان د امنیت او په باجوړ کې د تلپاتې سولې لپاره ځانګړې دعاوې وکړې او د هغوي قربانۍ یې وستایلې.
هدایت الله خان دوه کاله وړاندې د ماموند په سیمه کې د خپل وراره د انتخاباتي کمپاین پر مهال د سړک غاړې د بمي چاودنې ښکار شوی و او له خپلو څو ملګرو سره یې ژوند له لاسه ورکړ.
ارواښاد هدایت الله خان له ۲۰۱۲م څخه تر ۲۰۲۴م کال پورې دوه پرله پسې دورې د سنا غړی پاتې شوی و او د باجوړ د پرمختګ او ولسي خدمتونو په برخه کې یې بېلابېلې هلې ځلې کړې وې.


حسبان الله باجوړې