د خار اصلاحي جرګې د قامي اسمبلۍ غړي او وفاقي وزیر ،مبارک زېب، له لوري په خار کې د پرمختیايي پروژو د پېل هرکلی کړی او ویلي یې دي چې دا ګام به د سیمي د اوږدمهاله محرومیتونو په کمولو کې مهم رول ولوبوي.
د اصلاحي جرګې مشر او د باجوړ پخواني ډپټي کمېشنر ،حاجي سید احمد جان، او عمومي منشي ،حاجي نعیم الله خان، د جولایې په ۵مه، خبریالانو ته وویل، چې د وفاقي وزیر د پرمختیايي فنډ له لارې د جوماتونو د لمریزې بجلۍ (سولر) سیستم، د مهمو سړکونو پخولو، د هدېرو د احاطې دېوالونو جوړولو او تعلیمي ادارو ته د بسونو برابرولو چارې د خلکو مهمې غوښتنې وې.
دوي وویل، خار چې د باجوړ مرکزي ښار دی، له کلونو راهیسي له ګڼو پرمختیايي پروژو بې برخې پاتې شوی و، او د خلکو بنسټیزې اړتیاوې له پامه غورځول شوې وې.
د جرګې مشرانو زیاته کړه چې د خار بازار د ښکلا، د اوبو ایستلو د نظام د ښه والي، د ویالو د جوړولو، د عامې روغتیا د اوبو رسولو د زړو پایپونو د بدلولو او د جنازې په هدیره کې د سیوري جوړولو په ګډون یو شمېر نورې غوښتنې یې هم له وفاقي وزیر مبارک زېب سره شریکې کړې دي.
د دوي په وینا، وفاقي وزیر د دغو ستونزو د حل لپاره د بشپړې همکارۍ او عملي اقداماتو ډاډ ورکړی دی.


حسبان الله باجوړې