د بنو د میریان تاڼې په حدودو کې ناڅرګنده وسله والو د ممباتي بارکزۍ اوسېدونکی ،لطیف خان، له خپل کور څخه تښتولی دی.

 

د پولیسو په وینا، پېښه ،د جولایۍ په ۴مه، ماښام رامنځته شوې، چې پکې وسله والو لطیف خان په زور له ځان سره بیولی او له هغه وروسته یې هېڅ درک نه دی لګېدلی.

 

پولیس وایي، د پېښې مقدمه ثبت شوې او د مغوي د موندلو او د تښتوونکو د نیولو لپاره پلټنې او عملیات روان دي. د پولیسو په خبره، د پېښې بېلابېل اړخونه تر څېړنې لاندې دي.

 

بلخوا، د لطیف خان کورنۍ او د سیمي اوسېدونکو له امنیتي ادارو غوښتي دي، چې نوموړی زر تر زره روغ رمټ راخوشی او د پېښې عاملین د قانون منګولو ته وسپاري.