د افغانستان د تېر جمهوري نظام د چارو ادارې وروستي مشر ،فضل محمود فضلي، ویلي دي، چې پاکستان هڅه کوي نړیواله ټولنه، په ځانګړي ډول امریکا، دې ته قانع کړي چې افغانستان د دویم ۹/۱۱ په څېر امنیتي ګواښ سره مخ دی.

 

فضلي ،د جولایۍ په ۵مه، په خپله اېکس پاڼه لیکلي دي، چې واشنګټن د افغانستان د اوسني وضعیت په اړه بشپړ معلومات لري او د پاکستان د دریځ تر شا سیاسي محاسبې هم درک کوي. د هغه په وینا، پاکستان په تاریخي ډول د امریکا د غوښتنو او لومړیتوبونو له مخې خپلې تګلارې بدلې کړې دي.


 



هغه دعوه کړې چې پاکستاني چارواکي په یوه ناامېده هڅه کې غواړي نړیواله ټولنه دې ته متوجه کړي چې افغانستان یو ځل بیا د نړیوال ترهګرۍ د ګواښ سرچینه ګرځېدلی، خو د ده په باور، امریکا د سیمي د واقعیتونو په اړه پوره پوهه لري.

 

فضلي د ترهګرۍ پر ضد د امریکا د جګړې د پېل پړاو ته په اشارې ویلي دي، چې د هغه وخت د راپورونو له مخې د امریکا د بهرنیو چارو پخواني مرستیال ،ریچارډ ارمیټیج، د پاکستان د استخباراتو د هغه وخت مشر، جنرال محمود احمد، ته خبرداری ورکړی و چې که همکاري ونه کړي، له سختو پایلو سره به مخ شي. هغه وايي، له دې وروسته پاکستان د امریکا له پوځي کمپاین سره یوځای شو او د ده په خبره، د دې همکارۍ په بدل کې یې میلیاردونه ډالر ترلاسه کړل.

 

د افغانستان د سولې بهیر ته په اشارې، فضلي ویلي، چې اسلام ‌اباد وروسته هم د واشنګټن د سیاستونو له مخې عمل وکړ، د طالبانو کوربه توب یې وکړ، د هغوي د مذاکراتي ټیم په جوړېدو کې یې مرسته وکړه او د دوحې خبرو ته یې زمینه برابره کړه.

 

فضلي په پای کې دعوه کړې چې د پاکستان ډېری ستراتیژیکې پرېکړې د خپلو امنیتي ارزونو پر ځای د امریکا د لومړیتوبونو او مالي ګټو له مخې ترسره شوې دي. د هغه په باور، دا ډول چلند په راتلونکي کې هم تکرارېدی شي.

 

تر اوسه پاکستاني چارواکو د فضل محمود فضلي د دغو څرګندونو په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.