د طالبانو د حکومت د ملي دفاع وزیر، مولوي محمد یعقوب مجاهد، د بدخشان ولایت د کران و منجان، زیباک، واخان او پامیر ولسوالیو په ګډون د افغانستان د شمال ختیځو سرحدي سیمو ته سفر کړی او هلته یې د سرحدي ځواکونو له پوستو او مهمو ستراتیژیکو سیمو لیدنه کړې ده.

 

د طالبانو د ملي دفاع وزارت ،د جولایۍ په ۵مه، ویلي دي، چې نوموړي د چین، تاجکستان او د ډیورنډ کرښې ته نږدې د سرحدي ځواکونو فعالیتونه او چمتووالی وارزاوه او د ځواکونو د هڅو ستاینه یې وکړه.

 

د وزارت په وینا، مولوي محمد یعقوب ویلي، چې د افغانستان د ځمکنۍ بشپړتیا او د سرحدونو ساتنه د ټولو امنیتي ځواکونو ګډ مسؤلیت دی او د سرحدي ځواکونو د وړتیاوو د لوړولو، همغږۍ او اړینو اسانتیاوو د برابرولو لپاره به نور اقدامات هم وشي.

 

د دفاع وزیر دا سفر په داسې وخت کې ترسره کېږي چې په وروستیو اوونیو کې په بدخشان کې د طالبانو د یو پخواني سیمه‌ ییز قوماندان، جمعه خان فتح، او د طالبانو د مرکزي مشرتابه ترمنځ د اختلافونو راپورونه زیات شوي دي.

 

د افغانستان د امنیتي چارو څارونکو او یو شمېر سیمه ‌ییزو رسنیو د راپورونو له مخې، جمعه خان فتح د طالبانو د مرکزي مشرتابه د ځینو پرېکړو مخالفت کړی او د خپلو وسله ‌والو د بې‌ وسلې کېدو غوښتنه یې نه ده منلې. په دغو راپورونو کې ویل شوي دي چې د طالبانو استازو څو ځله هڅه کړې له هغه سره جوړجاړی وکړي، خو تر اوسه کومه هوکړه نه ده شوې.

 

راپورونه دا هم وایي چې جمعه خان فتح خپلو پلویانو ته د چمتووالي سپارښتنه کړې، خو ویلي یې دي چې جګړه به نه پېلوي، مګر که پرې برید وشي، ځواب به ورکړي.

 

نوموړي په وروستیو څرګندونو کې د افغانستان په شمال ختیځ کې د بهرنیو وسله‌ والو ډلو، په ځانګړي ډول د تحریک طالبان پاکستان او ځینو نورو بهرنیو جنګیالیو، د حضور مخالفت هم څرګند کړی او دعوه یې کړې ده چې دغه ډلې د بدخشان د امنیت او سیمه‌ ییز ثبات لپاره ستونزې جوړوي.

 

تر اوسه د طالبانو حکومت د جمعه خان فتح د دغو څرګندونو او راپور شویو اختلافونو په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی او د نوموړي دعوې هم په خپلواکه توګه نه دي تایید شوې.

 

بدخشان د افغانستان له هغو مهمو ولایتونو څخه دی چې له چین او تاجکستان سره ګډې پولې لري او د واخان دهلېز له امله ځانګړی ستراتیژیک اهمیت لري. دغه ولایت د سرو زرو او نورو قیمتي کانونو له امله هم د اقتصادي او امنیتي پلوه مهم ګڼل کېږي. په تېرو دوو کلونو کې د کانونو د مدیریت، سیمه‌ ییز نفوذ او ځینو امنیتي موضوعاتو پر سر د طالبانو د بېلابېلو قوماندانانو ترمنځ د اختلافونو راپورونه هم خپاره شوي دي.

 

یو شمېر شنونکي باور لري چې د مولوي محمد یعقوب وروستی سفر ښیي یوازې د سرحدي امنیت د ارزونې لپاره نه وي، بلکې د بدخشان د امنیتي وضعیت، د سیمه يزو طالب مشرانو د حرکتونو او د راپور شویو داخلي اختلافونو د ارزونې هدف هم ولري. خو د طالبانو د ملي دفاع وزارت د سفر رسمي موخه یوازې د سرحدي سیمو د امنیت ارزونه او د ځواکونو د وضعیت کتنه بللې ده.