د بلوچستان د قلعه عبدالله ضلعې په میزئ اډه سیمه کې د څلورو کسانو د وژنې پر ضد احتجاجي پرلت د ضلعي انتظامیې سره بریالي مذاکراتو نه پس پای ته ورسېد او د کوټې - چمن ملي لویه لاره د ټرافیک لپاره پرانیستل شوه.
د سیمه ییزو سرچینو د معلوماتو له مخې، نن ،د جولایۍ په ۵مه، سهار وختي د ،کلي بدوان، په سیمه کې د قبایلي دښمنۍ له امله د ناڅرګندو وسله والو په ډزو څلور کسان ووژل شول. د پېښې له رامنځته کېدو وروسته د وژل شویو کسانو خپلوانو او ځايي اوسېدونکو د احتجاج په توګه ملي لویه لاره وتړله.
د قلعه عبد الله ډپټي کمشنر منور حسین مګسي شال نیوز ته وویل، چې د خبر ترلاسه کېدو سره د اسسټنټ کمشنر سره د احتجاج ځای ته ورغله او له احتجاج کوونکو سره یې خبرې وکړې.
مرستیال کمشنر مظاهره چیانو ته وویل، چې په سیمه کې به سمدستي عملیات ترسره شي، د تورنو کسانو پر ضد به مقدمه ثبت شي او د وژل شویو کورنیو نورې غوښتنې به هم د قانون له مخې په بېړني ډول وڅېړل شي.
نوموړي احتجاج کوونکو قامي مشرانو او مخورو ته د وینا پر مهال وویل چې په قلعه عبدالله کې د امن او امان ټینګښت د ضلعي انتظامیې لومړیتوب دی او د دې موخې د ترلاسه کولو لپاره د هیڅ ډول غفلت یا نرمۍ نه کېږي. هغه وویل چې د ولس د سر او مال ساتنه، د قانون حاکمیت او د سولې ټینګښت د حکومت اساسي مسؤلیت دی، چې په هر حالت کې به ډاډمن کړل شي.
هغه له قامي مشرانو غوښتنه وکړه چې د شخصي یا قبیلوي شخړو پر بنسټ دې هیڅ مطلوب یا غیرقانوني وسله وال کس ته پناه نه ورکوي. د هغه په وینا، د قانون په ماتولو کې په ککړو کسانو او یا د هغوي په مرسته کونکو باندې به پرته له کوم توپیره قانوني چلند وشي.
منور حسین مګسي له والدینو، ځوانانو او عامو خلکو څخه د قانون د پیروۍ، صبر او زغم او د مسؤلیت ښودلو غوښتنه وکړه او ویې ویل چې له بې ځایه ګڼه ګوڼې، پاروونکو اقداماتو او ګډوډۍ څخه دې ډډه وشي او د امن او امان په ټینګولو کې دې د ضلعي انتظامیې او د قانون پلي کونکو ادارو سره بشپړه همکاري وکړي.
هغه له احتجاج کوونکو وغوښتل چې د وژل شویو مړي د پوسټ مارټم لپاره کوټې ته ولېږدوي او د کوټې - چمن ملي لویه لاره د ټرافیک پر مخ بېرته پرانیزي.
د راپورونو له مخې، احتجاج کوونکو د انتظامیه په ژمنو د باور څرګندونه وکړه او احتجاجي پرلت یې ختم کړل او کوټې - چمن لویه لار یې بشپړه پرانیسته.


نعيم اچکزئي