د بنو د هوید تاڼې په حدودو کې د سره درګه، منداتي زیارت پر مرکزي سړک یو پل د چاودنې له امله ویجاړ شوی، چې ورسره د سیمي د خلکو د تګ راتګ مهمه لار تړل شوې ده.
د پولیسو او ځايي سرچینو په وینا، ناڅرګندو کسانو ،د جولایۍ په ۵مه، د پل لاندې چاودېدونکي توکي ځای پر ځای کړي وو، چې د چاودنې له امله پل سخت زیانمن او د تګ راتګ وړ نه دی پاتې شوی.
چارواکي وايي، د چاودنې پر مهال پر پل هېڅ موټر یا لاروی نه و، له همدې امله د مرګ ژوبلې راپور نه دی ورکړل شوی.
د پېښې له رامنځته کېدو وروسته پولیس او نور امنیتي ځواکونه سیمي ته رسېدلي، د پېښې ځای یې کلابند کړی او د شواهدو د راټولولو ترڅنګ یې پلټنې پېل کړې دي. د پولیسو په وینا، د ناڅرګندو کسانو پر ضد د مقدمې د ثبت او د پېښې د عاملینو د موندلو لپاره هڅې روانې دي.
بلخوا د سیمي اوسېدونکو د پل ویجاړېدل د اندېښنې وړ بللي او ویلي یې دي چې دا پل د سره درګه، منداتي زیارت او شاوخوا کلیو د خلکو لپاره د تګ راتګ مهمه لاره وه. د دوي په وینا، د پل له ویجاړېدو وروسته خلک له جدي ستونزو سره مخ شوي دي.
ځايي خلکو له ضلعي انتظامیې او اړوندو ادارو غوښتنه کړې ده، چې د پل د بیارغونې چارې دې پر بېړني بنسټ پېل کړي، څو د سیمي د خلکو د تګ راتګ ستونزې زر هوارې شي.
پولیس وايي، د چاودنې د څرنګوالي او د پېښې تر شا د مسؤلو کسانو د پېژندلو لپاره پلټنې دوام لري.


صفدر داوړ