د مردان ښار د کمشنر دفتر ته نږدې فیملي کورټ مخې ته د ډزو په یوه پېښه کې یو کس وژل شوی دی.

 

د پولیسو او ریسکیو ۱۱۲۲ د معلوماتو له مخې، مقتول اعجاز ،د جولایۍ په ۶مه، د کورنۍ محکمې له اورېدنې وروسته د عدالت له ودانۍ څخه د وتلو پر مهال پرې ډزې وشوې، چې له امله یې ځای پر ځای ووژل شو.

 

پولیس وایي، تورن ،محمد، چې د مقتول د تره زوې بلل کېږي، له وسلې سره یوځای نیول شوی دی.

 

د ځینو سرچینو په وینا، اعجاز شاوخوا اووه کاله وړاندې خپل خسر وژلی و او وروسته یې خپلې مېرمنې ته طلاق ورکړی و، خو پولیسو تر اوسه دا معلومات په رسمي ډول نه دي تایید کړي او د پېښې د انګېزې په اړه پلټنې روانې دي.

 

پولیس وایي، د پېښې په تړاو نورې قانوني او تخنیکي پلټنې دوام لري.