سیمه ییزې سرچیني وایي چې د افغانستان د ننګرهار ولایت د دوربابا ولسوالۍ اړوند د ډيورنډ کرښې په اوږدو کې د افغان سرحدي ځواکونو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ ،د جولایۍ په ۶مه، د شپې شاوخوا نهه بجې نښته شوې ده.
د سرچینو په وینا، نښته د زرې سر او تبۍ کنډاو په سیمه کې پېل شوې او دواړو لورو په کې د سپکو او درنو وسلو ډزې کړې دي. د راپورونو له مخې، د خبر تر چمتو کېدو پورې په سیمه کې د ډزو غږونه اورېدل کېدل.
تر اوسه د دې نښتې د پېل د لامل، د احتمالي مرګ ژوبلې او یا هم د اوښتو مالي زیانونو په اړه کره او خپلواکې شمېرې نه دي خپرې شوې.
د طالبانو د حکومت د دفاع وزارت، د کورنیو چارو وزارت او د ننګرهار سیمه ییزو چارواکو تر اوسه په دې اړه رسمي اعلامیه نه ده خپره کړې. د پاکستان پوځ د عامه اړیکو ادارې (ایي اېس پي ار) هم تر اوسه د دې راپورونو په اړه څه نه دي ویلي، له همدې امله شال نیوز په خپلواکه توګه د نښتې ټول جزییات نه شي تاییدولی.
د دوربابا ولسوالۍ د افغانستان او پاکستان پر ګډه پوله پرته ده او په تېرو کلونو کې هم د سرحدي پوستو، د اغزن تار، پوځي تاسیساتو او د سرحدي تحرکاتو پر سر د دواړو لورو ترمنځ څو ځله ورته نښتې شوې دي. ننګرهار د هغو ولایتونو له ډلې دی چې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې پکې د سرحدي شخړو پېښې نسبتاً ډېرې ثبت شوې دي.
شال نیوز هڅه کوي د دواړو لورو رسمي دریځ ترلاسه کړي او د هر ډول نوي او تایید شوي پرمختګ په صورت کې به دا خبر تازه کړي.


شال نیوز