د افغانستان د تېر جمهوري نظام پر مهال د کورنیو چارو وزارت پخواني مرستیال او د ولسمشر پخواني ویاند، صدیق صدیقي، ویلي دي چې د طالبانو د واکمنۍ په موده کې افغانستان د نړۍ له تر ټولو بېوزلو هېوادونو څخه ګرځېدلی دی.
نوموړي ،د جولایۍ په ۶مه، په خپلې اېکس پاڼه کې لیکلي دي، چې د طالبانو د نږدې پنځه کلنې واکمنۍ پر مهال له شاوخوا ۴۰ میلیونه وګړو څخه ۲۹ میلیونه کسان په فقر او بېوزلۍ کې ژوند کوي.
صدیقي د طالبانو پر مشرانو هم نیوکه کړې او ویلي یې دي، په داسې حال کې چې ډېر افغانان له لوږې، بېکارۍ او سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي، د طالبانو مشران د هېواد د طبیعي سرچینو او کانونو په کنټرول، سوداګریزو فعالیتونو او د هوسا ژوند په تېرولو بوخت دي.
هغه دعوه کړې، چې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د افغانستان اقتصادي وضعیت په بې ساري ډول خراب شوی او میلیونونه افغانان د بشري مرستو پر اړتیا تکیه کوي.
د صدیقي دا څرګندونې وروسته له هغې شوې دي، چې د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام مشر او د ملګري ملتونه د سرمنشي مرستیال، الکساندر ډي کرو، وویل چې د افغانستان نږدې درې پر څلورمه برخه وګړي، چې شاوخوا ۲۹ میلیونه کسان کېږي، د خپلو لومړنیو او اساسي اړتیاوو د پوره کولو توان نه لري.
طالبانو تر اوسه د صدیق صدیقي د دغو څرګندونو په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.


شال نیوز