د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال، مهاجر فراهي، د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغو څرګندونو ته غبرګون ښودلی چې ویلي یې وو، امریکا باید د بګرام هوايي اډه بېرته ترلاسه کړي. فراهي ویلي، ټرمپ به یوازې په خوبونو کې بګرام هوايي اډه بېرته ترلاسه کړي.
مهاجر فراهي ،د جولایۍ په ۷مه، له هندي ټلوېزیوني شبکې «انډیا ټوډې» سره په مرکه کې ویلي، بګرام هوايي اډه به د طالبانو تر واک لاندې پاتې شي او د هغې د بېرته سپارلو هېڅ امکان نشته.
د بګرام هوايي اډه، چې د کابل په شمال کې پرته ده، د شوروي اتحاد د حضور پر مهال جوړه شوې وه. دا اډه د ۲۰۰۱م کال د سپتمبر له یوولسمې بریدونو وروسته په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ د نړیوالو ځواکونو تر ټولو ستر پوځي مرکز و. په ۲۰۲۱م کال کې د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته دغه اډه د طالبانو لاس ته ولوېده.
ډونالډ ټرمپ تر دې وړاندې څو ځله ویلي، امریکا باید د چین د نږدېوالي او د بګرام د ستراتیژیک موقعیت له امله د دې اډې کنټرول ساتلی وای.
مهاجر فراهي له پاکستان سره د اړیکو او وروستیو کړکېچونو په اړه هم وویل، چې طالبان به د هر ډول بهرني اقدام پر وړاندې له خپلې واکمنۍ دفاع وکړي.
هغه وویل: «د پاکستان پوځي حکومت ته کلک ځواب ورکړل شوی دی. موږ به په هره بیه له خپلې واکمنۍ څخه ساتنه وکړو.»
د هند سره د اړیکو په اړه فراهي وویل، د طالبانو بهرنۍ تګلاره یوازې د افغانستان د ملي ګټو پر بنسټ ولاړه ده او د هېڅ بل هېواد تر اغېز لاندې نه ده.
هغه وویل: «موږ له هند سره تاریخي او ژورې اړیکې لرو. هېڅوک موږ ته دا نه شي ویلی چې له کوم هېواد سره اړیکې ولرو او له کوم سره یې ونه لرو. موږ له هند سره د اړیکو د پراختیا او د سوداګرۍ د پیاوړتیا غوښتونکي یو.»
د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال زیاته کړه، چې د پاکستان له لارې د سوداګرۍ پر ځای د بدیلو لارو د موندلو هڅې روانې دي، ځکه له پاکستان سره سرحدي لارې څو ځله تړل شوې دي.
د هغه په وینا، طالبانو د منځنۍ اسیا، ایران، هند او چین له لارې نوې سوداګریزې لارې پرانیستې دي او هڅه کوي په راتلونکي کې پر پاکستان خپله سوداګریزه تکیه نوره هم کمه کړي.


شال نیوز