افغان ځايي رسنۍ راپور ورکوي چې د افغانستان د طالبانو استخباراتي ادارې، د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) له مشرتابه څخه غوښتنه کړې ده چې د دې ډلې اړوند جماعت الاحرار مرکزونه په خیبر، کرمه او اورکزو کې وتړي او خپل فعالیتونه ودروي.

 

د سرچينو په وینا، طالبانو د دې ډلې له وروستيو فعالیتونو ناخوښي ښودلې او دا یې د سیمي د امنیت لپاره اندېښمنوونکې بللې ده.

تر اوسه د طالبانو حکومت په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ویلي.

 

جماعت الاحرار د ټي ټي پي یوه څانګه ده چې په تېرو کلونو کې یې د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې د بریدونو مسؤلیت منلی دی.

 

دا راپور په داسې حال کې خپرېږي چې په وروستیو میاشتو کې د خیبر پښتونخوا په قبایلي سیمو کې د وسله والو ډلو ترمنځ نښتې زیاتې شوې دي. په تېرو اوونیو کې په کرمه کې د ټي ټي پي او جماعت الاحرار ترمنځ د نښتو راپورونه ورکړل شوي وو.

 

همداراز، پاکستاني چارواکو هم په سرحدي سیمو کې د عملیاتو پر مهال د وسله والو د وژلو دعوې کړې دي، چې دا د سیمي د امنیتي وضعیت د خرابېدو نښه ګڼل کېږي.

 

کارپوهان وایي که دا راپورونه سم وي، نو دا به د طالبانو او ټي ټي پي ترمنځ په اړیکو کې یو مهم بدلون وښيي. تر دې مخکې پاکستان تل تور پورې کاوه چې افغان طالبان د ټي ټي پي ملاتړ کوي، خو طالبانو دا دعوې رد کړي دي.

 

تر اوسه د ټي ټي پي یا جماعت الاحرار له خوا هم د دغو راپورونو په اړه کوم رسمي غبرګون نه دی ښودل شوی.