له افغانستانه بهر د ترسره شوې یوې پراخې نظرپوښتنې موندنې ښيي چې د ګډونوالو نږدې ۷۵.۴ سلنه د طالبانو له اوسني نظام څخه ناخوښي څرګندوي.

 

د زاویه نیوز له خوا ،د جولایۍ په ۷مه، په خپره شوې دې نظرپوښتنه کې، چې دعوه کېږي شاوخوا ۱.۷ میلیونه کسانو پکې برخه اخیستې، ۷۵.۴ سلنه ګډونوالو د طالبانو له ادارې څخه خپله نارضایتي ښودلې ده. د دې ترڅنګ، ۲۱ سلنه کسانو د طالبانو ملاتړ کړی، او ۳.۶ سلنه نور بې‌ طرفه پاتې شوي دي.

 

یاده سروې د نمونوي ارزونې تر څنګ، پر ټولنیزو شبکو د خلکو د غبرګونونو پر بنسټ هم ترسره شوې ده. راپور وايي، شاوخوا ۱۰،۵۰۰ کسانو د خوښۍ نښه کارولې او نږدې ۹ زره کسانو مثبت او منفي تبصرې لیکلې دي.

 

زاویه نیوز زیاتوي چې د امنیتي اندېښنو له امله، ۳۶۵۲ کسانو د تېرو څلورو ورځو په ترڅ کې د واټس‌ اپ له لارې خپل نظرونه استولي، چې ټول یې له افغانستان دننه دي. په دغو پیغامونو کې ۱۱۷۳ د طالبانو د ټیټ ‌پوړو جنګیالیو له لوري استول شوي، چې پکې د خپلو مشرانو پر اخلاقي او مالي فساد، خپلوي پالنې او د ودونو په چارو کې پر لاسوهنې نیوکې شوې دي.

 

یادو جنګیالیو ویلي دي چې دوي جګړه کړې، خو په ګمارنو کې د مشرانو کورنیو ته لومړیتوب ورکړل شوی او اوس دوي د خپلو وژل شویو ملګرو د یتیمانو پر وړاندې شرمېدلي دي. پاتې ۲۴۷۹ کسانو، چې ځانونه منتقدین بولي، ویلي دي چې د وېرې له امله نشي کولی خپل نظرونه په ښکاره ډول شریک کړي او له اوسني نظام څخه ناخوښه دي.

 

د ټولنیزو شبکو له مخې، پر فېسبوک د افغانستان ترڅنګ له پاکستان، سعودي عربستان او ځینو نورو هېوادونو هم غبرګونونه ثبت شوي دي. په فېسبوک کې ۲۸ سلنه کسانو د طالبانو له نظام څخه رضایت ښودلی، چې د امنیت ښه والی، له زورواکو خلاصون او بیارغونه یې د دلیلونو په توګه یاد کړي دي.

 

پر اېکس بیا دا نظرپوښتنه ۲۹ زره کسانو لیدلې ده. له ۳۰۳ څرګندو شویو نظرونو څخه، ۷۱ سلنه د طالبانو په ملاتړ، ۲۲ سلنه په مخالفت او ۷ سلنه نورو بې‌ اړونده تبصرې لیکلې دي.

 

د ټولو راټولو شویو معلوماتو له مخې، ۶۷ سلنه پر فېسبوک، ۱۰۰ سلنه پر واټس‌ اپ او ۲۲ سلنه پر اېکس د طالبانو له حکومته نارضایتي ښودلې ده. برعکس، ۲۸ سلنه پر فېسبوک، ۷۱ سلنه پر اېکس او هېڅ یو پر واټس‌ اپ د طالبانو ملاتړ کړی دی.

 

راپور دا هم ښيي چې په دې سروې کې د ښځو ګډون یوازې ۵ سلنه و.

 

افغانستان دا مهال د نړۍ له هغو هېوادونو څخه دی چې د کډوالۍ او بې‌ ځایه کېدو له ستر بحران سره مخ دی. نړیوالې ارزونې ښيي چې بېکاري، پراخ فقر، وچکالي او طبیعي پېښې د خلکو پر ژوند سخت اغېز کړی دی.

 

په دې نظرپوښتنه کې د خلکو له لوري مطرح شوې لویې اندېښنې اقتصادي ستونزې، د نجونو پر زده‌ کړو او کار بندیزونه، او د هېواد نامعلوم راتلونکی دي. راپور زیاتوي چې همدې ستونزو د عامو خلکو ترڅنګ د طالبانو د ځینو ټیټ‌ پوړو غړو ترمنځ هم د نارضایتۍ کچه لوړه کړې ده.