د بلوچستان په مرکز کوټه کې د هاشم نورزي د وژنې په قضیه کې پولیسو مهم پرمختګ کړی او ویلي یې دي چې د څارنې (رېکۍ) کوونکو دوو کسانو په ګډون یې پنځه تورن کسان نیولي دي. چارواکي وايي، د نیول شویو کسانو په نښه کولو سره د وژنې وسله هم ترلاسه شوې ده.

 

د کوټې د پولیسو مرستیال مشر (ډي ایي جي) ،عمران شوکت، د جولایۍ په ۸مه، یوې خبري غونډې ته وویل چې دا عملیات د پرمختللو ساینسي شواهدو، د سي سي ټي وي کمرې فوټیج، د موبایل فون ډېټا او نورو څېړنیزو سرچینو پر بنسټ ترسره شوي دي.

 

نوموړي وویل چې دا وژنه په منظم پلان ترسره شوې وه. د ده په وینا، تورنو کسانو تر برید مخکې د مقتول بشپړه څارنه کړې وه او د هغه د تګ راتګ په اړه یې معلومات راټول کړي وو.

 

پولیس وايي، اصلي تورن حکمت الله له خپلو ملګرو سره یوځای د هاشم نورزي موټر درولی و. د چارواکو په وینا، حکمت الله لومړی پر مقتول ډزې کړې او وروسته له موټر څخه ښکته شوی او بیا یې ډزې کړې دي ترڅو ډاډ ترلاسه کړي چې هغه ژوندی پاتې نه شي.

 

د ډي ایي جي عمران شوکت په وینا، په نیول شویو کسانو کې هغه دوه کسان هم شامل دي چې د پېښې نه وړاندې یې د مقتول څارنه کوله. هغه زیاته کړه چې د تورنو کسانو په مرسته په پېښه کې کارول شوې وسله هم ترلاسه شوې او نور شواهد هم راټولېږي.

 

چارواکي وايي، د دې وژنې تر شا اصلي لامل د شپاړس کروړه روپیو مالي شخړه وه. د پولیسو په وینا، د اصلي تورن حکمت الله ورور سعدالله نورزی هم په دې قضیه کې مطلوب دی، خو تر اوسه تښتېدلی او د هغه د نیولو لپاره عملیات روان دي.

 

پولیسو دا هم ویلي دي چې مفرور تورن سعدالله نورزی له پېښې وروسته په پرلت او د فاتحې په مراسمو کې هم ګډون کړی و، څو ځان بې خبره وښيي، خو د شواهدو پر بنسټ د هغه رول هم څرګند شوی دی.

 

ډي ایي جي عمران شوکت دا پېښه د یو ملګري په لاس د بل ملګري د وژنې خواشینوونکې پېښه وبلله او ویې ویل چې پولیسو په لنډ وخت کې د مسلکي پلټنو له لارې مهم پرمختګونه کړي دي.

 

هغه زیاته کړه چې د مفرور تورن د نیولو هڅې روانې دي او تمه ده چې ډېر ژر به هغه هم ونیول شي