د پاکستان نیشنل هايي وې اتارټۍ اعلان کړی دی چې په قامي لویو لارو او موټروې د موټرو په ګډون په ټېکسونو کې زیاتوالی راوستل شوی، او دا نوي نرخونه به ،د جولایۍ له ۱۰مې، نېټې عملي کېږي.

 

د خپور شوي نوټیفکیشن له مخې، په قامي لویو لارو د موټرو لپاره ټېکس شاوخوا ۱۰۰ روپۍ ټاکل شوی، خو په ځینو ځانګړو برخو لکه کوهاټ ټنل کې دا فیس تر ۲۵۰ روپیو پورې رسېږي. همدارنګه پر ځینو موټروې لارو د موټرو ټېکس تر ۷۰۰ نه تر ۱۵۰۰ روپیو پورې لوړ شوی دی.

 

چارواکي وایي چې دا زیاتوالی د سړکونو د ساتنې او پرمختګ لپاره ضروري دی، خو عام خلک بیا وایي چې دا پرېکړه به د ورځني سفر لګښتونه نور هم زیات کړي.

 

په ټولنیزو رسنیو کې هم خلکو توند غبرګون ښودلی، او ځینو په طنزي ډول ویلي: “اوس به موټروې ته له تلو مخکې د جېب فټنس کتل کېږي.”

 

اقتصادي شنونکي خبرداری ورکوي چې د ټرانسپورټ لګښت زیاتوالی به د توکو پر بیو مستقیم اغېز وکړي.