د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویلي، چې د لومړي ځل لپاره یې د جرمونو د څېړنې په برخه کې د ډي اېن ای پېژندنې چټک او عصري سیستم فعال کړی دی.
دغه وزارت ،د جولایۍ په ۸مه، ویلي دي، چې دغه سیستم د جنايي تخنیک اړوند د بیولوژیکي لابراتوار په چوکاټ کې پرانیستل شوی او له دې وروسته به په عملي ډول د پېښو په څېړنه کې کارول کېږي.
د پرانیستې په مراسمو کې د ادارې د چارو مشر مولوي نورالحق انور، د کورنیو چارو وزارت اداري مرستیال ملا رحمت الله نجیب، د وزارت د دفتر رئیس مولوي عبدالرحیم ثاقب، د وزارت ویاند مفتی عبدالمتین قانع او یو شمېر نورو لوړپوړو چارواکو ګډون کړی و.
د کورنیو چارو وزارت ویلي، دا نوی سیستم به د جرمونو په څېړنه کې دقت زیات کړي، د شکمنو کسانو په پېژندنه کې به مرسته وکړي، د بې ګناه خلکو د حقونو ساتنه به وکړي او عدلي او قضايي ادارو ته به باوري او ساینسي شواهد برابر کړي.
په اعلامیه کې ویل شوي دي چې د ډي اېن ای دغه چټک سیستم د هېواد د تخنیکي وړتیاوو د پیاوړتیا او د عدالت د بهیر د اغېزمنتیا لپاره یو مهم ګام دی.
کارپوهان باور لري چې که دا سیستم په سمه توګه وکارول شي، نو کولی شي د افغانستان په عدلي او امنیتي نظام کې د روڼتیا او باور کچه لوړه کړي.


شال نیوز