د بلوچستان د نصیر اباد په ډېره مراد جمالي ښار کې د یوې مېرمنې د مبینه تښتولو پر ضد د جویا ورورولۍ خلکو احتجاج کړی دی.

 

ځايي سرچیني وايي، پېښه ،د جولایۍ په ۸مه، د بابا کوټ تاڼې په حدودو کې شوې، چرته چې د اوو وسله والو کسانو له خوا د پنځو ماشومانو مور په زوره له کوره وړل شوې ده.

 

د معلوماتو له مخې، د پېښې پر مهال د مېرمنې مېړه د مقاومت هڅه کړې، خو وسله والو کسانو هغه سخت وهلی او ټپي کړی دی، چې اوس یې روغتیايي حالت د اندېښنې وړ بلل کېږي.

 

د دې پېښې پر ضد د جویا ورورولۍ لسګونو کسانو، چې پکې ښځې هم شاملې وې، د میر سفر خان جویا په مشرۍ کې د نصیر اباد د پوليسو د ډي ایي جي د دفتر مخې ته احتجاجي مظاهره وکړه.

 

مظاهره کوونکو شعارونه ورکول او له حکومته یې غوښتنه کوله چې تښتول شوې مېرمن دې زر تر زره راخوشې شي، د پېښې ټول تورن کسان دې ونیول شي او ټپي شوي کس ته دې انصاف ورکړل شي.

 

احتجاج کوونکو خبرداری ورکړی، چې که غوښتنې یې ونه منل شي، نو د احتجاج لړۍ به نوره هم پراخه کړي.

 

بل لور ته، د سيمي پوليس وايي چې د پېښې پلټنې له بېلابېلو اړخونو روانې دي او د تښتول شوې مېرمنې د موندلو او د تورنو کسانو د نیولو لپاره عملیات پېل شوي دي.